ترکيه: ۲ هغه افسران په ابدي حبس محکوم شول، چې په کودتا کې يې برخه اخيستې وه

 
په ترکيې کې يوې محکمې د ژاندرمې ۲ تنو هغو افسرانو ته د ابدي حبس سزا اورولي، چې څو مياشتې وړاندې يې په دغه هېواد کې په يوه ناکامه کودتا کې يې برخه اخيستې وه.
د ترکيې په تاريخ کې دا تر ټولو لويه دوسیه ده، چې قضا يې کار روان کړی او دا لومړنۍ پرېکړه وه، چې د کودتاچیانو پر ضد کيږي. دغه کسان د قانون سره د خيانت په تور محکوم شوي دي.
د رجب طیب اردوګان په مشرۍ د ترکيې دولت، د کودتا پړه د فتح الله ګولن پر غاړه اچوي او د ده نږدې کسان او پلويان زياتره نيول شوي دي.