
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې ايران نور نشي کولی اټومي بم توليد کړي.
نوموړي زياته کړې، چې تر اوسه د غني شوي يورانيوم ۹۸ سلنه برخه د ايران له واک نه بهر کړل شوې ده. کيري همداراز خبرداری ورکړی، چې له ايران سره په اټومي تړون ليک کې به بدلون او له سره کتنه خطرناکې پايلې ولري او بايد پخپل حال پاتې شي.