په صنعتي سکتور کې د مزدونو او معاشاتو ډولونه

 
مزدونه او معاشات په بېلابېلو بڼو سره ورکول کیږي،چې د هغه مهم ډولونه  د وخت په اساس مزد،د في واحد توليد په اساس (مزداکوردـaccord) او د جایزې له مزد څخه عبارت دي،چې د مزد یاد ډولونه په صنعتي تصدۍ کې د کار په شرایطو او تولیدي عملیه پورې اړه لري.
باید یادونه وکړو چې ځینې تولیدي پروسې وجود لري چې په هغه کې د وخت او في واحد له مزد(مزد اکورد) څخه  په کار اخیستلو سره په مشکله کولای شو چې کار ته د خپلې خوښې وړ مزد وټاکو،په دې ډول د جائزې سیستم له یادو دوه ډوله مزدونو سره یو ځای کیږي او د مزد او فعالیت د عدم تناسب نیمګړتیا له منځه وړي.
الف- د وخت مزد
د وخت د مزد په سیستم کې د مزدونو ورکړه د کار د وخت د مودې په پام کې نیولو سره صورت نیسي، په صنعتي تصدۍ کې د وخت په اساس مزد د تولید له حجم او مقدار سره اړيکه نه لري،بلکې د ټاکلي وخت په تېرولو لکه ساعت،ورځ،اونۍ او یا په میاشتې پورې اړه لري.
څرنګه چې په دې سیستم کې د مزدونو ورکړه په عمده ډول د هغه له فعالیتونو سره سمه نه بلکې د کار او فعالیت د وخت په اساس ورکول کیږي،نو د ورکړې له پرنسیب سره د مزدونو د ورکړې دا سیستم د فعالیت په اساس سمون نه لري.
او د مزد د ورکړې دا سیستم هغه مهال پلی کیږي،چې له اقتصادي اړخه د فعالیت په اساس ورکړو ته زمینه مساعده نه وي،د بېلګې په ډول هغه مهال چې ځیرکتیا،ریښتینولي،احتیاط  او د کار کیفیت نسبت د صنعتي تولیداتو سرعت او کمیت ته مهم وي او همدارنګه هغه مهال چې د هغه سنجش او محاسبه له ترسره شوي فعالیت سره په تړاو ستونزمنه وي او یا د هغه په سنجش او محاسبې سره اضافي لګښتونه رامنځ ته کیږي، د مثال په توګه په هغه دندو کې چې بېلابېل او متفاوت صنعتي کارونه،د صنعتي موسساتو ترانسپورتي امور،د زیرمه تون امور او همدارنګه دصنعتي تصدۍ د دفتردارۍ امور او نور،چې پورتني یاد شوي امور د صنعتي تصدیانو د فعالیت عمده برخه ګڼل کیږي.
د دې سربېره ویلی شو چې د وخت مزد هغه مهال هم مناسب دی چې په کارونو کې په زیاتې چټکتیا سره کارګر ته جسمي او فکري صدمې او روغتیایي زیانونه اوړي او د یاد شوي اصل په پام کې نیولو د فعالیت په اساس د مزد ورکړه د تطبیق وړتیا ونه لري.
هغه مهال چې د کار سختوالی او دروندوالی په زیاته اندازه نوسان کوي او د انتظار وقفې تکراریږي چې د هغه په اوږدو کې د کار او فعالیت د ترسره کېدلو لپاره زیات تیاری نیول کیږي.په دې صورت کې د وخت مزد د مزد د ورکړې یوازینی شکل منل شوی.
د وخت د مزد ښېګڼې په دې کې نغښتې چې په آسانی سره سنجش کیږي،له ماشین آلاتو څخه له نا آرامۍ او بیړې پرته کار اخیستل کیږي چې دا اصل د ماشین آلاتو همداشان د تولیداتو د جنسیت د نه خرابوالي سبب ګرځي،د وخت د مزد نیمګړتیاوې دا دي چې په یوازې ډول پخپله تصدي د خراب کار او فعالیت مسووله ګڼل کیږي او د دې ګواښ د له منځه وړلو او یا لږتر لږه د کمولو لپاره باید  کارګران وڅارل شي چې دا کار د اضافي لګښتونو سربېره د خپګان سبب هم ګرځي.




ب- د اکورد مزد (accord)
د آکورد مزد د فعالیت د مزد له ډلې څخه دی چې د کار د مزد د وخت له مراعاتولو پرته د تولید د هر واحد د استحصال په مقابل کې ورکول کیږي،په دې معنی چې د مزد او معاشاتو په دې سیستم کې په عمومي توګه د کار موده په پام کې نه نیول کیږي،بلکې د کار مقدار د مزدونو د ورکړې معیار ګرځي.
د في عدد یا اکورد مزد په دوه ډولونو ورکول کیږي چې هغه عبارت دي له:
۱- د وخت اکورد
۲-پولي اکورد
باید ووایو چې چې د وخت په اکورد کې د یو ټاکلي کار د ترسره کولو لپاره یو ټاکلی وخت په پام کې نه نیول کیږي،چې د چې د یادې امتعې د تولید د وخت د صرفه جوئۍ په صورت کې د صرفه شوي وخت سره په تړاو اضافي مزد ورکول کیږي،چې د دې اصل په نظر کې نیولو سره په هره اندازه چې زیات وخت صرفه جویي شي  په هماغه اندازه د وخت في واحد مزد صعودي بڼه اختیاروي.
د پولي اکورد په صورت کې د یو ټاکلي کار د تر سره کولو لپاره له یو تولیدي واحد سره یوه ټاکلې اندازه پیسې په نظر کې نیول کیږي،چې د زیات تولید په صورت کې د مزد اندازه زیاتوالی کوي او په هغه صورت  کې چې کم تولید صورت ونیسي،د مزد اندازه هم کمښت مومي.
څرنګه چې د آکورد مزد د ټاکل شویو نورمونو د اجرا او پلي کېدو پرته نزولي بڼه اختیاروي،نو د دې نیمګړتیا د له منځه وړلو لپاره له بل میتود څخه کار اخیستل کیږي او هغه له دې څخه عبارت ده چې د کارګر لپاره حداقل مزد تضمین شي،چې د نورم له پلي کېدو پرته هم ورکړل شي.
د اکورد مزد (في عدد) ښېګڼې دا دي چې کارګر زیات کار او فعالیت ته هڅوي  ځکه چې کارګر د اضافي کار او فعالیت په مقابل کې هم زیات مزد لاس ته راوړي ،له بل لوري څرنګه چې مزد د کار د فعالیت په مقابل کې ورکول کیږي،په دې توګه د فعالیت د کمښت له اړخه تصدۍ له کوم ګواښ سره نه ده مخ ( البته د هغه وخت په استثنا چې حداقل مزد ورکول کیږي) مګر بیا هم د صنعتي تصدۍ لپاره بې تفاوته نه ده،چې کارګر له نورمال حد څخه لږ کار وکړي،که څه هم په د صورت کې هم د مزدونو ورکړه له فعالیت او في واحد تولید سره سمه ورکول کیږي. مګر د في عدد ثابت تمام شد ( د پانګې له ربحې سره د ماشینونو استهلاکات)د دې په نظر کې نیولو سره چې له ماشین آلاتو څخه پڅ کار اخیستل کیږي لوړ ځي،چې په پایله  کې د هر تولیدي واحد وسطي تمام شد د مزدونو د ثابت تمام شد سره د کارګر د وصف د روش په پایله کې لوړ ځي.
د آکورد مزد نیمګړتیاوې له دې کبله دي چې د کار د سختې چټکتیا له امله د کار ځواک استهلاک کیږي،د صنعتي تصدۍ وسایط او تجهیزات زیان ويني او د دې سربېره د صنعتي محصولاتو د جنسیت دخرابۍ ګواښ رامنځته کيږي چې په دې صورت کې د صنعتي محصولاتو د جنسیت کنترول ته اړتیا پېښيږي او داچې کارګر لږ فعالیت کولای شي خپه او مایوسه کیږي.
ج- د جائزې مزد
په دې صورت کې باید یادونه وشي چې د اصلي مزد په څنګ کې چې په عمومي ډول د وخت مزد دی د جائزې مزد هم شتون لري چې د زیات او غوره فعالیت په پام کې نیولو سره کارګر ته ورکول کیږي.د جائزې مزد نه یوازې د تولید د کمي (مقداري) تزئید په مقابل کې بلکې په همدې ترتیب د صنعتي تولیداتو د کیفیت د لوړولو په مقابل کې له اصلي مزد څخه علاوه ورکول کیږي،په همدې ترتیب له بېځایه لګښتونو سره د مخنیوي په تړاو،د موادو له ضایعاتو،د برېښنا د انرژۍ او کار د وخت او همداشان له همکارانو سره د دوستانه اړیکو په تأمین او کار ته د لېوالتیا او علاقې په څرګندولو او نورو سره د جائزې مزد ورکول کیږي.
په صنعتي تصدیانو کې لازمه ده چې کارګران او کارکوونکي د کار او تولید د کمیت او کیفیت د لوړوالي لپاره وهڅول شي،چې دا اصل د اروايي او اقتصادي هڅونو په مرسته تأمینېدلای شي او همدارنګه دا کړنه په دقیق ډول د کارګرانو اوکارکوونکو تر منځ د کار د وېش په پام کې نیولو سره ترسره کېدای شي او د کار وېش د تولید د ودې او پراختیا لپاره ټولې انګېزې او موجبات تأمینوي.
باید یادونه وکړو چې له تولید سره په تړاو د مادي هڅونو او انګېزو په څنګ کې اروايي انګېزې هم ډېره زیاته اغېزه لري،له کار او تولید سره په تړاو اروايي انګېزې له اروايي (رواني) اړخه د سمې فضا د رامنځ ته کولو څخه  عبارت دي او په دې تړاو دا اړینه ده چې د تولیدي موسسې د کارګرانو اوکارکوونکو ترمنځ او همدارنګه د مشرۍ ( اداره کوونکو) او د صنعتي موسسې د نورو منسوبینو او کارکوونکو تر منځ  ښې او دوستانه اړیکې رامنځ ته شي او دا اړیکې د زیاروېستنې،له اصولو سره د برابرښت او د کارګرانو له لوري په خواخوږۍ سره د دندو د سرته رسولو په پام کې نیولو سره رامنځ ته کېدای شي.
په صنعتي تصدۍ کې باید داسې حالت رامنځ ته شي چې د هغه کارګران اوکارکوونکي د خپل کار اهمیت احساس کړي،خپلې راتلونکې او پرمختګ ته هیله-من واوسي او وکولی شي چې په خپله بریا وویاړي او همدارنګه خپله ناکامي هم وزغمي چې په همدې روحیه کارګران او کارکوونکي تربیه او دا رواني او معنوي روحیه په هغوی کې پراختیا وکړي او د دې موضوع ترڅنګ مادي انګېزو او هڅونو ته هم پراختیا او غښتلتیا ورکړل شي او د مادي او معنوي هڅونو انګېزې یو له بل سره یو ځای شي.
که څه هم د جائزې د مزد ورکړه د صنعتي تصدۍ د لګښت یوه برخه ښيي،مګر په صنعتي تصدۍ کې د مولدیت د لوړوالي سبب ګرځي،هر کله چې د دې وېره موجوده وي چې د ټاکلو حدودو څخه په زیاته توګه د کار او فعالیت  د سرته رسولو په صورت کې د کارګر روغتیا او سلامتیا له ګواښ سره مخ کیږي او یا په کار کې له خپل حد څخه د زیاتې چټکتیا له کبله ماشین آلاتو او د ستګاوو ته زیان او صدمه رسیږي،په دې صورت کې لازمه ده چې په یوې ټاکلې اندازې سره د جاېزې ورکړه تنظیم شي،تر څو کار ته د کارګر د خوځښت او د خپلې اندازې څخه د زیات فعالیت د مخنیوي سبب وګرځي.