د امريکا د اقتصاد تور مخ

امريکا د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد لرونکی هېواد دی، يوازې په ۲۰۱۷ ز کال کې د دې هېواد ناخالص ملي توليد ۱۸ ترېليون ډالرو ته رسېده،چې دا رقم د ټولې نړۍ د ناخالص ملي توليد څلورمه برخه جوړوي. د امريکا اقتصاد د چين،جاپان او آلمان له اقتصاد سره چې په ترتيب سره په نړۍ کې دويم، درېيم او څلورم ځای لري برابر دی. که لنډه يې ووايو د اقتصادي پراختيا له مخې تر ټولو مخکښ هېواد امريکا بلله کيږی؛ خو له دې سره سره کله چې د فقر شاخصونو او طبقاتي جوړښت ته پام وکړو نو دا هېواد بايد د نړۍ تر ټولو وروسته پاتې هېواد وګڼو.

په امريکا کې ناوړه طبقاتي جوړښت د کپيټلېزم او ټولنيز عدالت د تضاد څرګندونه کوي. ښايي کپېټلېزم د ټولنې ډېرو وګړو ته سوکالي ور په برخه کړې وي خو شتمن پوړ د منځنيو او ټيټو پوړونو په نسبت ډېر عايد ترلاسه کوي. که بل ډول ووايو هر څومره چې په يو هېواد کې د کپېټلېزم رېښې پياوړې کيږي په هماغه اندازه ټولنيزو نا انډوليو ته لاره برابريږي.

د نړيوال بانک د کتنو له مخې امريکا هغه هېواد دی چې د نړۍ تر ټولو غښتلی اقتصاد لري؛ خو کله چې د ټولنيز عدالت موضوع رامنځ ته کيږي نو دا هېواد له ۱۰۷ هېوادونو هم شاته ښکاري. دې نړيوال بنسټ په ۱۶۳ هېوادونو کې د جيني ضريب د شاخص پر بنسټ طبقاتي جوړښت سنجولی.

د جيني ضريب د ارقامو د تيتوالي (پراګندګۍ) د کچې معلومولو واحد دی چې معمولا په يوه ټولنه کې د عايد او شتمنۍ د وېش د نا انډولۍ کچه ورباندې معلوميږي. دا ضريب داسې نسبت دی چې ارزښت يې د صفر او سلو تر منځ دی. هر څومره چې د جيني ضريب د صفر عدد ته نږدې وي نو د عايد په وېش کې د برابرۍ ښوونه کوي او برعکس هر څومره چې دا ضريب د يو عدد ته نږدې وي نو د عايد په وېش کې نا انډولي څرګندوي.
له افريقا وروسته پاتې والی:

نړيوال بانک د جيني ضريب د شاخص پر بنسټ امريکا ته ۴۱.۵ نمرې ورکړې دي. د عاج ساحل افريقايي هېواد له دې پلوه له امريکا سره سم دی او په دې هېواد کې ټولنيز او طبقاتي جوړښت له امريکا سره پرتله شوی. ختيځ تيمور، سائو توم، مغولستان، موريتاني، نيپال، ګينه، سيراليون، موريتوس، سوريه، فيجي، کيريباتي، تونګا، مالديپ، برونډی او بوتان د وروسته پاتې او غريبو هېوادونو له ډلې دي؛ خو کله چې د ټولنيز عدالت له مخې له امريکا سره پرتله کيږي له دې هېواده يې غاړه هسکه ښکاري.

ښايي وويل شي د کوچنيو اقتصادونو سره د امريکا په څېر د لوی اقتصاد پرتلنه سم کار نه دی خو که امريکا د پراختيايي هېوادونو سره هم پرتله شي پايله به يې هماغه وي. د نړيوال بانک ډلبندۍ ته په کتو امريکا د پرمختللو هېوادونو په ډله کې هم د ټولنيز عدالت له مخې په لاندينۍ برخه کې قرار لري.

د طبقاتي جوړښت له مخې امريکا ته نږدې هېواد هسپانيا دی چې له امريکا څلور-دېرش پوړی لوړ واقع دی، د هسپانيې جيني ضريب ۳۶.۲ دی او د نړيوال بانک په ډلبندۍ کې څلور اويايم ځای لري.

د امريکا مرکزي بانک هم په طبقاتي جوړښت کې د توپيري چلند او نا انډوليو خبره مني، د امريکا د دې دولتي بنسټ د څېړنو له مخې په داسې حال کې چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ زيږديز کلونو په اوږدو کې د ټيټو او منځنيو پوړونو په عايد کې زياتوالی راغلی؛ مګر په همدې کلونو کې د لوړو پوړونو (شتمنو کورنيو) عايد د پام وړ لوړوالی درلود. په داسې حال کې چې د منځنيو او ټيټو پوړونو د عايداتو وده يوازې ۱۶ سلنه وه، د شتمنو کورنيو په عايد کې بيا په دې موده کې ۴۰ سلنه زياتوالی ليدل کېده. په دې ډول په امريکايي ټولنه کې د ناوړه طبقاتي جوړښت ستونزه مخ پر زياتېدو ده او د شتمنو او منځنيو پوړونو تر منځ د عايد نسبت ۷۵ سلنې ته رسېدلی؛ په دې مانا چې د يوې شتمنې کورنۍ عايد د يوې منځنۍ کورنۍ ۷۵ برابره دی. په ۲۰۰۷ زيږديز کال کې د شتمنو کورنيو عايد د منځنيو کورنيو څلوېښت برابره و، په ۱۹۸۹ زيږديز کال هم د شتمنو کورنيو عايد له منځنيو هغو اته-ويشت برابره زيات وه.

د تور پوستو په نسبت د سپين پوستو لس برابره عايد
په همدې ډول د امريکا په ټوله شتمنۍ کې د شتمنو ونډه يو بې ساري حالت ته رسېدلې، په ۲۰۱۶ زيږديز کال کې د امريکا د ټولې شتمنۍ ۳۸.۶ سلنه د يو سلنه جميعت په واک کې وه، په داسې حال کې چې د دې هېواد ۹۰ سلنه جميعت د دې هېواد د ټولې شتمنۍ د ۲۲.۸ سلنې واک درلود.

له قومي پلوه هم په امريکا کې سترې نا انډولۍ تر سترګو کيږي. په امريکا کې د سپين پوستو کورنيو د عايد کچه د تور پوستو په نسب لس برابره زياته ده.

دا چې په کپيټلېزم يا پانګوال سيستم کې سود او ګټه لومړيتوب لري او د پانګه لرونکي پر وړاندې هېڅ محدوديت نه وي او له هرې لارې ګټه تر لاسه کولی شي، مهمه نه ده که د ټولنيز عدالت په څېر انساني ارزښتونه تر پښو لاندې شي؛ نو ځکه خو د حيرانتيا وړ نه ده چې د نړۍ تر ټولو ستر کپيټليسټي اقتصاد د ټولنيز عدالت په ډلبندۍ کې ۱۰۸ ځای لري.
د امريکا د اقتصاد تور مخ
ژباړه: محمدحامد اکبري