
مامورچوکيدار
عطاالله خوږيانى
په دې نه پوهيدم چې هغه څه دپاره هندوستان ته تلوخو راته يې وويل چې راځه يوپاسپورټ جوړو ،ماهم ورسره ومنله اودهغه لپاره مودهندوستان دسفرپه موخه دپاسپورټ جوړولوکارشروع کړو.،رښتيا له دې وړاندې چې پاسپورټ جوړولوکارباندې پيل وکړوخپل ملګرې ته مې ښې غورې دربې ووهلې چې دپاسپورټ په دفترکې ښه ملګرې لرم انشاالله چې کاربه موژر راخلاص کړي .
دعريضې ليکلو وروسته مې دعريضې ورقه دپاسپورټ دفترته يوړله چې زموږ په څېربې شميره کسان نورهم هلته ولاړوه،دفترمخې ته يوتور رنګى پوليس ولاړوه ،چې دپاسپورټ جوړولو له مديرڅخه يې ډېره دبدبه جوړه وه ،ترې پوښتنه مې وکړه چې وروره مديرصيب نه دى راغلى ترڅوزموږ پرپاسپورټ کارپيل کړي،پوليس پرته له ځوابه راته وويل ښکته شه لاندې ودريږه مديرصيب لس بجې راځي،زموږ نورکارونه اودمديرصيب لس بجې راتګ ډېرستونزمن شوه خوبيا موهم ورته صپروکړ.
ناست خلک هم دپوليس له ويرې غږ هم نه شوکوى ځکه چې دهغه چاخبره ددغه ځاى واکداروه،ناست خلک ټول ودريدل موږ دواړه هم ودريدوګورو چې په ساده جاموکې يوتن چې درې تنه بدرګه کوونکې هم ورسره وه راغى اودپاسپورټ دفترته ننوته ،پوليس په خلکوغږ وکړغلى شي مديرصيب راغى تاسې انتظار وکړه کاربه موانشالله ژرخلاص شي ،پاوکم يوولس بجې شوې مديرنه راوتلوفکرمې کاوه چې ګوندې درشي به کوي له پوليس مې وپوښتل مديرصيپ نه راوځي .
پوليس وويل َصبروکړه مديرصيب ناشته کوي دخلکوحوصلې زموږ په شان راتنګې شوې وي پوره پنځلس له يوولس بجوتيرې وې چې ښاغلى مديرصيب راووته ،لايې له خلکو ورقې نه وې راټولې کړي چې ويې ويل دهغه چاکارونه چې خلاص شوي پاتى شي اوڅوک چې نوى راغلى ورشه يې سباراشئ .
دسباخبره راباندې خداى شته ډېره بده ولګيده ورته مې وويل مديرصيب که زموږ کار راخلاص کړې عاجل دى مديرصيب غږ هم نه وکړى چې پوليس په ديکه،ديکه د دفترله ساحي لرې بوتلم .مجبوره شوم چې سباراشم خولنډه يې څه کوي سمه دنده مو واخيسته دپاسپورټ په مديريت کې پوره شپږ اوه ورځې پسې تګ اوراتګ زموږ وه،يوغټ بريته ماما چې د دروازې په خوله کې به يې هروخت موږ تالاشي کولو وويل چې ستاسې کارنه دى خلاص شوى ورته مو وويل نه کنه .
موږ نه پوهيده چې دده مقصددادى چې زه يې درته خلاصوم خود … په بدل کې .زه اوملګرى مې ترې دپاسپورټ مديريت ته ننوتلو،مديرصيب هم فکرکاوم پوهه شوى وه چې ګوندې دوى دچوکيدار په خبره پوهه شوى نه دى راته يې وويل ورشى ستاسې دپاسپورټ اسناد له چوکيدارسره دي خداى شته زه اوملګرى مې حيران شوچې داڅنګه چل دى لکه چې دلته چوکيداران هم دمامورينوکارکوي .
بياموله ځان سره فکروکړ ګوندې مديرصيب کس غلط کړى وي،ترې پوښتنه مو وکړه مديرصيب ځواب راکړورشه يې د دروازې په خوله کې دچوکيدارسره دى .
زما ملګرى له ما هم ساده وه اونه پوهيده چې دلته زيات چوکيداران دمامورينودرشوت مديران دى چوکيدارته له ورتګ مخکې لکه چوکيدارچې پوهه وي چې موږ دهغه پرلورې دپاسپورټ پسې روان وه پاسپورټ پرته له دې چې موږ پکې کلونه ياخپله امڅا کړي وي جوړکړى راويسته او ويې ويل چې له شپږ زرو موخلاص کړۍ پنځه زره راکړى کنه دغه مياشت به پوره تاسې دلته راځى .
ملګرې سره مې مشوره وکړه څه وکړو هغه وويل عاجل دى مجبوره يوچې پيسې ورکړو بس له جيبه موپنځه زره روپۍ نغدې چوکيدار مامورته ورکړې .اوستړى مزل موپاى ته ورساوه له ملګرې مې هماغه ځاى کې راته وويل چې افغانستان انشاالله اوس پرمختګ کوي چې چوکيدارن مامورين پکې پيداشوه
ځکه خوموپه نړۍ کې دوه مقام واخيسته
www.ataullah.blogfa.com
a.khogyani@gmail.com