
حامد کرزی د تازه ګل ننګیالي وژنه چې ۱۳۸۶ کال راهیسې یې غزني ولایت د اندړ ولسوالي د پوهنې مدیر په توګه دنده ترسره کوله په کلکو ټکو غاندي او دغه کار د افغانستان د علم، پوهنې او ترقي د دښمنانو کار بولي. پخوانی جمهور رئیس د ارواښاد تازه ګل ننګیالي بې ساري خدمتونه چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې خپلو خلکو او ولس ته د پوهنې په برخه کې وړاندې کړي نه هېرېدونکي او د ده مرګ یو لویه ضایعه بولي. حامد کرزی ارواښاد تازه ګل ننګیالي ته د لوی خدای (ج) له درباره د جنت او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر استدعا کويٍ.