خوست کې یوه میاشتنۍ والیبال سیالۍ پیل شوې

د افغانستان په سوېل ختیځ ولایت خوست کې د والیبال ۲۵ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.
د والیبال دغه سیالۍ د خوست د مرکز اړوند لکڼو کې د سیمې د ځوانانو لخوا د اولمپیک امریت په اډنه کې جوړې شوې، چې څه باندې یوه میاشت وخت به ونیسي.
د خوست والیبال فدراسیون مرستیال نور احمد اعتمادي وایي، په روانو سیالیو کې نژدې د خوست د ټولو ولسوالیو او سیمو د والیبال لوبډلې برخه لري.
والیبال: افغانستان اسیايي لوبو کې څلورځلې ماتې وخوړه
ده وویل، د سیالیو له جوړولو یې موخه د والیبال لوبې ته پرمختګ ورکول دي: 'په سیمه کې ځوانانو دغه سیالۍ د دې لپاره جوړې کړي، چې یو او بل ته ښه پیغامونه ورسوي، د کلیو او کورنو ترمنځ د نفرتونو شته واټنونه له منځه ولاړ شي.'
والیبال لوبغاړي کریکټ لوبه کې
د والیبال د برخې لوبغاړي او ماهرین وایي، د کریکټ د لوبې په دودېدو سره یو وخت داسې ویره وه، چې د والیبال لوبه به له منځه لاړه شي، خو په وینا یې چې اوس دغه ویره نشته او والیبال یو ځل بیا په غوړېدا دی.
حکیم دانش خوست کې د والیبال لوبغاړی وايي: 'د کریکټ لوبې په راتګ سره د والیبال زیاتره لوبغاړي هم د کریکټ لوبې ته ورمات شول او هرکلي کې دوه یا یو د والیبال میدانونه وو، چې دا هم ورسره له یو مخه د کریکټ پیچونه ته بدل شول، خو اوس بیا زموږ سره هیلې پيدا شوې دي.'
دی د والیبال لوبې د بیا راژوندۍ کېدو لاملونه د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو د والیبال لوبو ته د ځوانانو او پخوانیو لوبغاړو پرلپسې هڅول، د جمعې په ورځ په ګڼو سیمو کې یو ورځنیو او اوږدو سیالیو جوړول په ګوته کوي.
خوست کې د والیبال لوبډلې پروړاندې اوس هم ستونزې شته او لوبغاړي وایي، چې د دوی د لوبو د پرمختګ پروړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.


خوست کې د والیبال لوبډلې پروړاندې اوس هم ستونزې شته او لوبغاړي وایي، چې د دوی د لوبو د پرمختګ پروړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

د والیبال د برخې لوبغاړي او ماهرین وایي، د کریکټ د لوبې په دودېدو سره یو وخت داسې ویره وه، چې د والیبال لوبه به له منځه لاړه شي، خو په وینا یې چې اوس دغه ویره نشته او والیبال یو ځل بیا په غوړېدا دی.


د والیبال د برخې لوبغاړي او ماهرین وایي، د کریکټ د لوبې په دودېدو سره یو وخت داسې ویره وه، چې د والیبال لوبه به له منځه لاړه شي، خو په وینا یې چې اوس دغه ویره نشته او والیبال یو ځل بیا په غوړېدا دی.
خو خوست کې د والیبال لوبډلې پروړاندې اوس هم ستونزې شته او لوبغاړي وایي، چې د دوی د لوبو د پرمختګ پروړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.
بصوارالدین افغان وایي، چې وروستۍ لسیزه کې د والیبال لوبه کې په تخنیکي لحاظ ډېر بدلونه راغلې خو دوی اوس هم تر ډېره له نویو تخنیکونو او رزونې سره بلدتیا نه لري:
'موږ ته باید په خوست ښار او یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې چې هلته د والیبال لوبې ځوانان استعدادونه موجود دي، روزنیز کورسونه، جمنازیمونه او د نورو ولایتونو د والیبال له لوبډلو سره لوبې برابرې کړې.'
د خوست د اولمپیک امریت مسؤولین وایي، له دوی سره دا وخت د خوست له مختلفو سیمو د والیبال ۱۰۰ لوبډلې او ۴۲۰۰ لوبغاړي ثبت دي، چې دا د والیبال د لوبې د پرمختګ زېری دی.
د خوست د اولمپیک امریت ویاند محمد شاه فضلیار بي بي سي ته وویل: 'لوبغاړي به له ستونزو سره مخامخ وي خو موږ هم خپلې هڅې دریغ کړې نه دي.'
دی وایي: 'د خوست دوه لوبغاړي د والیبال په ملي لوبډلې کې هم لوبیږي.'
د خوست والیبال فدراسیون مرستیال نور احمد اعتمادي وایي، په روانو سیالیو کې نژدې د خوست د ټولو ولسوالیو او سیمو د والیبال لوبډلې برخه لري.


د خوست والیبال فدراسیون مرستیال نور احمد اعتمادي وایي، په روانو سیالیو کې نژدې د خوست د ټولو ولسوالیو او سیمو د والیبال لوبډلې برخه لري.
فضلیار زیاتوي، د یوې بهرنۍ موسسې په مالي مرسته یې د د دغه ولایت په مختلف سیمو کې ۱۴ د والیبال میدانونه جوړ کړي دي او ترڅنګ یې په خوست ښار کې یو جمنازیم او په یو شمېر پارکونو کې هم د والیبال میدانه ته ځایونه ځانکړي کړي دي.
فضلیار وایي، خوست کې اولمپیک امریت مشخص ملکیتونه نه لري، ځکه نو د ډېرو لوبغالو جوړولو توان نه لري.
سرچینه: بي بي سي