دځوانانولپاره آزموينه او زدکړه ( هم خرمااوهم ثواب )  :

پوښتنه : په طبعيت کې ترټولوکلک شی کوم دی ؟
الف ـــ مرمر، ب ـــ المونيم ، ج ـــ الماس .
ځواب : الماس دځمکې لاندې دلوړفشارپه موجوديت کې جوړيږي . الماس تقريباً سل په سلوکې کاربن دی او ډيرکلک دی . الماس په آسانۍ سره کولی شي شيشه غوڅه کړي . الماس رازرازرنګونه لري خودشفافو ياراڼه الماسوارزښت زيات دی . دالماس دارزونې لپاره ډيرنورمعيارونه هم په پام کې نيول کيږي.
ترټولولوی موندل شوي الماس تقريباً 600 ګرامه وزن درلود . دنړۍ ترټولونامتوالماس ((کوه نور)) دی ، چې لوی احمدشاه باباله هندوستانه راوړی ؤ. داالماس د لوی احمدشاه بابازامنوونشوساتلی اودانګريزانولاس ته ورغی اوتراوسه له دوی سره دی .
پوښتنه : دايفل برج دنړۍ په کوم ښار کې دی ؟
الف ـــ برلين ،ب ـــ لندن ،ج ـــ پاريس .
ځواب : دايفل برج په 1889 م کال کې ((ګوستاف ايفل )) په پاريس کې جوړکړ ،چې نړيوال شهرت ېې پيدا کړ . دابرج په هغه وخت کې ترټولولوړبرج ؤ،چې له پولادوجوړشوی ؤ . دپاريس ښاردغه برخه ډيرسيلانيان لري . دوخت په تيريدوله دغه برج څخه دټېلېګراف ،راډيواوتلويزيون په توګه هم ګټه اخستل شوې .
پوښتنه : کومه ونه ترټولواوږد ژوندلري ؟
الف ـــ دماموت ونه ،ب ـــ درابر ونه ،ج ـــ څېړۍ .
ځواب : دماموت ونې په شمالي امريکا کې پيداکيږي هېښونکی اوږدژوندلري . دغه ونه ،چې لوړوالی يې تر 140 مترواودسټې پڼډوالی يې تقريباً 12متروته رسيږي 4000 کاله ژوندکولی شي .
پوښتنه : مياشت څنګه تندرنيسي ؟
الف ـــ مياشت له ځمکې لرې کيږي اوموږ يې دليدوتوان نلرو ،ب ـــ کله چې ځمکه دلمراومياشتې ترمنځ واقع شي ، ج ـــ کله چې مياشت دلمراوځمکې ترمنځ واقع شي .
ځواب : مياشت په خپله رڼا نه لري خوکله چې دلمروړانګې ورباندې ولويږي زموږ سترګې يې دليدوتوان پيدا کوي . خو کله چې ځمکه دلمراومياشتې ترمنځ واقع شي دلمروړانګې مياشتې ته نه رسيږي نوځکه مياشت نه ليدل کيږي اووايوچې مياشت تندرنيولې .
پوښتنه : ګالکسي څه ته وايي ؟
الف ـــ دستوروسيستم ، ب ـــ هغه سپوږمکۍ چې درڼاپه تيزوالي سره مزل کوي ، ج ـــ دوخت ماشين .
ځواب : ستوري په يوازې توګه منځ ته نه راځي ،بلکې دتړليوګروپونه په توګه منځ ته راځي . دستوري اوسيارې ترمنځ توپيرپدې کې دی ،چې ستوری له ځانه رڼا خپروي اوسياره له ځانه کومه رڼا نلري . لمراوځمکه په هغه ګالکسي کې دي ،چې هغه ته (( مېلکي ويې )) يا په ولسي ژبه دآسپې ترپ وايي . په دې ګالکسي کې دوه مليارده ستوري موجوددي .
پوښتنه : دمصراهرام په کومه موخه (هدف) جوړشوي وو ؟
الف ـــ دفرعونانودخزانې دساتلولپاره ، ب ـــ دفرعون دکورنۍدعبادت لپاره ، ج ـــ دفرعون لپاره دمړستون يا قبر په توګه .
ځواب : په مصرکې اهرام فرعونانودمړستون په توګه دځان لپاره جوړکړي وو. دوی همداراز عقيده درلوده ،چې له مرګ وروسته به يوځل بياراژوندي کيږي له همدې کبله به يې له ځانه سره قيمتي څيزونه ښخول .