سپایسر: د امریکا ټاکنو کې د روسي هکرانو د لاسوهنې په اړه شواهد نه شته

 
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ویاند وایي، هېڅ شواهد نه‌ دي رابرسېره شوي چې وښیي روسي هکرانو د نومبر د ټاکنو پر نتیجې نفوذ کړی و.
شان سپایسر «Sean Spicer» فاکس نیوز ته ویلي، په هغه بڼه چې مخکښې رسنۍ یې خبره کوي چې روسیې پر ټاکنو نفوذ درلود، په دې اړه هېڅ شواهد نه ‌شته چې دې هېواد دې احتمالاً پر ټاکنو نفوذ کړی وي.
سپایسر چې د جنورۍ په شلمه د ټرمپ له کار پیلولو سره سم به د سپینې ماڼۍ د ویاند دنده پیل کړي، وايي، هکري سم کار نه دی او خلک باید یو د بل په کار کې مداخله ونه ‌کړي، خو هغه د ټرمپ پر وروستي خبرداري بیا ټینګار وکړ چې پر سایبري حملو د روسيې د تورنولو په وړاندې یې درې ورځې مخکې په بېړه ورکړی و.
ولسمشر بارک اوباما وویل، د روسیې د مداخلې په اړه شواهد دومره قانع کوونکي و چې له امله ‌یې ده تېره اوونۍ ۳۵ روسي ډیپلوماټان له هېواده وایستل او پر روسیې یې نوي بندیزونه ولګول. په کانګرس کې د دواړو ګوندونو غړو د اوباما د دې هڅو ملاتړ کړی دی.
خو ټرمپ پرله ‌پسې د هک کولو دغه ادعاوې رد کړي دي.