
د سوریې د حکومت ضد وسله والو ډلو د روسیې او ترکیې په منځګړیتوب د سولې پیلېدونکو خبرو کې د ګډون نه کولو ګواښ وکړ.
دغو لسو مخالفو ډلو په ګډ بیان کې ویلي، په قزاقستان کې تر هغه مهال د سولې خبرو کې برخه نه اخلي، چې د اوربند لپاره شوې هوکړه بشپړه پلې شوې نه وي.
د مسکو او انقرې په منځګړتوب تېره پنجشنبه په سوریه کې اوربند وشو.
ټاکل شوې د حکومت او مخالفو وسله والو ترمنځ د سولې خبرې روانه میاشت د قزاقستان په استانه ښار کې پیل شي.
خو مخالفو وسله والو ډلو په خپله بیانیه کې د ایران ځانګړې یادونه کړې او ویلي یې دي تر هغه د قزاقستان د خبرو لپاره په روانو سلا مشورو کې برخه نه اخلي چې له اوربنده د سوریې د حکومتي ځواکونو او د هغوی د ایراني ملاتړو سرغړونې پای ته نه وي رسېدلي.
دغو لسو ډلو ګواښ کړی که حکومتي ځواکونه او ملاتړي یې د مخالفینو تر ولکي لاندې سیمو کې د پرمختګ هڅه وکړي نو د روسیې ا و ترکیې په منځګړیتوب دغه مړژواندی اوربند به پای ته ورسیږي.
د یاغي ډلو په ګډ بیان کې ویل شوي چې حکومتي ځواکونو د مشق ته په نږدې سیمو، وادي برده، عین الفجة او ختیزه غوطه او د حماة او درعا په ځینو سیمو کې له اوربند سرغړونې کړي دي. وادي برده ځکه مهمه ده چې د پلازمینې دمشق د څښاک اوبه له همدغې سیمې تر لاسه کیږي.
څو ورځې وړاندې روسیې او ترکیې د اوربند لپاره منځګړیتوب وکړ چې د روانې میاشتې په اوږدو کې د سولې د خبرو لپاره لاره هواره شي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د دغه اوربند او د سولې لپاره کیدونکې هڅې تایید کړې.
په دغه اوربند کې اکثره وسله والې ډلې راځي، خو د اسلامي دولت ډله، فتح الشام او د کردانو ملاتړې ملېشې نه دي شاملې.