ټپيزې

په نس نهار پوزی دې نــــه وي
اورونه مړه لوګی دې نـــــه وي
لنډه په دې يو شی دې نــــه وي
ستا د ښايست کمی دې نه وي
که د غنمو قحطي وي تـــېره به شيــــــــــنه
ته هسې وايې چې ګنــډېر دی
داسې خو مه وايه چې تېر دی
د مينې عمر مو لا ډېــــــٍــر دی
اول اول و، اوس اخـــــــــر دی
اول که نه و اوس ميــــن درباندې يمـــــــه
د ګوتو څوکو باندې لاړه
کاينات ګوري ورته واړه
ويې تړل لاســـــــونه دواړه
پورې ليلا په لمونځ ولاړه
قبول يې مه کړې تور وربل پر خاورو ږدينه
ما درته نه ويل چې دعا کړه
هله شه مور پلار يې رضا کړه
اوس مه ازار کړه مه ښېرا کړه
مورې بوړی ټوپک مې راکړه
په ما مينه نجـــــلۍ بل ته ورکوينـــــــــــــه
خدای خبر نن ولې ړنده شـــوم
ښه ويښه ناسته وم ويده شوم
تاته درتلم ځانته ستنه شوم
په سفر تلې درجګه نه شوم
ما دې خدای شله کړي په دواړه ځنګنونه
يو کال دې نور هم انتظار شم
نه دې عاشق او نه دې يار شم
کاش که تر منځه مو رېبار شم
تر دا کټ کټ خندا دې ځار شم
لکه ماشين چې پر بخــــــمل وچلـــوينــــــــه.