ځم له حالانو نه کسات اخلمه


نن مې په مور باندې قيامت تېروم
پلار ته مې هم ښه ډېر کارونه ګورم
غواړم چې بېرته شم ماشوم له سره
پاک له ګناه بيخي معصوم له سره
ځمه چې نن ښه ډېر جنګونه راوړم
د چا خولۍ د چا ټيکری څېرې کړم
له چا څپلۍ له چا بوټونه راوړم
نن چې مې مور ښه تک سپين ولمبوي
په سر خپل لاس د ترحم راتېر کړي
پاکې جامې راته راواغوندي
سر راته غوړ کړي د شړشم په تېلو
سترګې راتورې کړي لکۍ ورکړي
او قاعده په لاس کې راکړي
چې جومات ته لاړ شم
ځمه نن لوبې کوم
نن به ملا صاحب خپل کار کوي
نن دې په ذکر باندې ورځ تېره کړي
نن مې همزولي انتظار کوي
ځم له حالاتو نه کسات اخلمه
ځمه چې وخت بېرته په شا بوځمه
ځم چې لېنده راواخلم
ښارو زموږ په کور کې ځاله کړې
ځم چې بچي يې ورته وچغوم
مور يې پرې بوره کړم
له يوه يوه نه مرۍ پرې کړم
ځم چې غومبسې ټولې وبڼوم
تورې موچۍ په غټو کاڼو وولم
ځم له حالاتو نه کسات اخلمه
د غم په کور باندې غدۍ ګډوم
ځانته يوه ښکلې دنياګۍ جوړوم
اخ مازديګر شو اوس به څه کومه
د تورې شپې خوله راته وازه پاتې
وۍ د وحشت بلاوې بًو بوً کوي
ځمه چې کورته لاړشم
پلار به مې هم غوسه وي
نن خو مې وژني لکه
نن مې تمامه ورځ شوخي کړې ده
چم کې د ټولو مې بدي کړې ده
خېټې مې خوله راکړې وږی يمه
مرمه له تندې څخه تږی يمه
اخ له يخنۍ څخه مې ګيره شنه ده
مورې درپټ مې که ساړه مې کيږي
لانده، خېشته کالي په خټو ککړ
سر مې په خاورو دوړو خړ پړ
مورې درپټ مې که بابا مې وهي
مړ کړمه لوږه ده که تنده يخني
توبه ده بيا به داسې نه کومه
له دې نه وروسته به تل ښه کومه
 د تورې شپې بلاوې ماتې شولې
لاړلې خونې يې ميراتې شولې
د مور لمنې لاندې
تودې بړستنې لاندې
داسې يو خوب يوړمه
چې د جنت ملکې
وړې ښايستوکي حورې
راته موسکۍ موسکې وې
له دې مادي تشريفاتي نړۍ نه
دغومره لرې لاړ وم
چې د نظر مزل کلونه غوښتل
او تر سهاره مې کنډک د ډوډۍ
په خاورو خړو او وړو ګوتو کې
خپلې سنيې پورې و ټينګ نيولی.
 \"\"