
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په ترکيې کې خپل سفارت ته دنده سپارلې ده، چې د هغه ويډيو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې د پنجاب د گجرات د سيمې څلور ځوانان په کې د شکنجې په حال کې ښودل کيږي.
له ځوانانو څخه ٢٠ زرو ډالرو غوښتنه کوي.
د پاکستان رسنيو په دې اړه څرگندونې کړي او پر خپل حکومت يې غږ کړې چې په دې اړه جدي گام واخلي.
ان تر دې چې کراچۍ څخه د(بول) په نامه د اردو ژبې تلويزيون د يو پروگرام چلوونکي ډاکټر عامر لياقت حسين ويلي دي، که بل چا دا پسې ور نه کړې نو زه په شحصي ډول دې ته ولاړ يم چې دا ٢٠ زره ډالره ورکړم، چې دا ځوانان راخوشي کړل شي.
ويل کيږي چې کوردي قاچاقبرو دغه ځوانان نيولي، چې د ښه ژوند لپاره د ترکيې له لارې اروپا ته تلل.