مطبوعاتي اعلامیه
بیړني خپراوي لپاره
نیټه : ۱۴/۱۰/۱۳۹۵
د اړیکې شمیره: ۰۷۹۳۹۴۱۹۳۶
د اداري فساد په تور د حکومت د لوړپوړو چارواکو د دندو د ځنډولو په تړاو د ملي یووالي حکومت د مشرتابه د پریکړی ملاتړ کوو
د افغانستان حکومت د تیری یوې نیمې لسیزی راپدیخوا د اداري فساد ستر ناورین سره لاس او ګریوان دی. فساد په افغانستان کې د سولی او د اقتصادي پر مختیا او ودی پر وړاندی لوی خنډ دی. په تیر حکومت ډیری نیوکی وی چې هغوی د فساد پر وړاندی پیاوړی سیاسي اراده نه درلوه او د نړیوالو ادارو د تحقیقاتو له مخې افغانستان هر کال د مفسد ترینو هیوادونو په کتار کې راغلی. د ملي یووالي حکومت په راتلو سره خلکو ته هیلی پیدا شوی چې د فساد پر وړاندی به کلکه مبارزه وشي خو داسی څه ترسره نه شول چې ولس ته د قناعت وړ وي.
په تیر یو کال کې د ځینو جوړښتونو په منځته راتګ سره بیا هم ولس ته هیلی پیدا شوی چې ګوندی د فساد پر وړاندی به کلکه مبارزه وشي لکه د عدلي او قضایی مرکز جوړیدل، خو له بده مرغه د ژمنې سره سم هغه څه چې ددې مرکز نه هیله کیده ترسره نه شول او خلک بیا د ناهیلی لور ته راکاږل شول.
ولسمشر د اداري فساد په تور د ځینو وزیرانو د دندو د ځنډولو له لاری بیا وښوده چې دوی ژمن دي چې د فساد پر وړاندی کلکه مبارزه وکړي.
موږ د ملي یو والي د حکومت مشرانو دغه کار ستایو او پوره ملاتړ یې کوو او ټینګار کوو چې فاسدی کړی پرینږدي چې دی مسئلی ته سیاسي او سلیقوي رنګ ورکړي.
د ملي یو والي حکومت مشرانو ته په ځانګړي توګه ولسمشر ته په ګوته کوو چې په ډیرو نورو وزارتونو کې وضیعت همدارنګه دی ، د اداري فساد پر وړاندی د مبارې شبکه په کلکه غواړي چې په نورو وزارتونو کې هم پلتنې وکړي او په ورته ګامونو لاس پوری کړي. او یواځی د دندو په ځندولو اکتفا ونکړي بلکه ددوی دوسیې دی د فساد پر وړاندی د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته وړاندی کړي.
په درنښت
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزی شبکه
وروستي