
په جرمني کې لویې څارنوالۍ یو پاکستانی تورن کړی دی، چې د ایراني استخباراتو لپاره یې کار کاوه. څارنوالي وايی: ۳۱ کلن سید مصطفی په جرمني کې د خصوصیت قانون مات کړی دی او له ۲۰۱۱ ز راهیسې له ایراني استخباراتو سره په اړیکه کې و.
نوموړي د جرمني سیاستوالو په اړه مالومات راټولول او ایرانیانو ته به یې سپارل او د دې کار په بدل کې به یې پیسې تر لاسه کولې.