پاکستان تېر کال ۱۱۶ بلوڅان وژلي او ۶۶۷ نور نادرکه دي

 
د ورکو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ وايي، چې په تېر ٢٠١٦میلادي کال کې هم د پاکستان د حکومت او د بشري حقونو د ادارو د نه پاملرنې له امله د بلوڅو سياسي فعالانو د ورکېدو او د هغوى د وژل کېدو لړۍ روانه وه چې وايي يوازې په تېر کال کې تر شپږنيم سوه زيات کسان ورک شوي او د ١١٦ تنو خراب شوي مړي موندل شوي دي.
د ورکو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان احتجاجي کېمپ د ژمي په راتګ سره کراچۍ ته لېږدول شوى او د دې سازمان سپين ږيرى مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ هلته د ورکو خلکو لپاره په احتجاجي کېمپ کې ناست دى.
خو د دې سازمان مشر نصرالله بلوڅ په کوټه کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې د نادرکه کسانو لپاره د کلونو هلو ځلو يې کومه نتيجه نه ده ورکړې او په ٢٠١٦میلادي کال کې هم په پاکستان کې دننه او په نړيواله کچه د ورکو بلوڅانو لپاره د اغېزناکو هڅو د نشتوالي له امله ډېر خلک ورک شول، و وژل شول او بشري حقونه يې تر پښو لاندې شول.
نوموړي زیاته کړه: "په ٢٠١٦میلادي کال کې هم د ورکو بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان د ٦٦٧ کسانو د مرموزو ورکېدنو او د ١١٦ کسانو د وژل کېدو او مسخ شويو جسدونو د تر لاسه کېدو رپوټونه د ورکو کسانو د کورنيو، د بشري حقونو د سازمانونو او رسنيو له خوا تر سره کړي دي."
نصرالله بلوڅ تور پورې کوي چې د پاکستان حکومت په بلوچستان کې د امنيت په نامه د خپلو پاليسيو د عملي کولو لپاره له زوره کار اخلي او په عملياتو کې هغه ځوانان هم وژني چې له مودو راهيسې ورک دي.
د ورکو بلوڅانو د سازمان مشر وايي، د شااوخوا درې زرو ورکو ځوانانو نوملړ يې جوړ کړى چې په مرموز ډول ورک دي او زیاتوي که دوى په هر جرم کې لاس لري، نو بايد محکمې ته وړاندې شي، نه دا چې له محاکمې پرته په ناڅرګندو زندانونو کې ساتل کېږي او شکنجه کېږي.
نوموړي زیاته کړه: "زموږ سازمان د سترې محکمې په شمول له نړيوالې ټولنې، له سياسي ګوندونو او د بشري حقونو له ملکي او نړيوالو سازمانونو غواړي چې په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو په موندلو او د دوى د مسخ شويو مړيو د بشرضد اعمالو په مخنيوي کې خپل رول تر سره کړي."
بل لور ته د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند انوارالحق کاکړ د ورکو بلوڅانو د سازمان د مشر ادعاوې ردوي او وايي چې د امنيتي سرتېرو په عملياتو کې هيڅکله بېګناه خلک نه دي وژل شوي او نه پکې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
انوارالحق کاکړ وايي دوى غواړي، هغه خلک هم په ورکو بلوڅانو کې شامل کړي او بې ګناه يې وښيي چې پر امنيتي سرتېرو او حکومتي تاسيساتو په حملو کې لاس لري.
نوموړي زیاته کړه: "دا وسله وال چې کله پر امنيتي سرتېرو حملې کوي، نو په ځوابي توګه چې د دوى په ضد عمليات کېږي، نو په هغه کې و وژل شي، د بشرضد اعمالو کوم تور چې پر امنيتي ځواکونو لګېږي، په دې کې هېڅ حقيقت نه شته."
د يادونې وړ ده چې د ورکو بلوڅانو د موندنې په اړه د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم په وار- وار اندېښنه څرګنده کړې او دا قضيه د پاکستان په ستره محکمه کې هم څېړل شوې، خو لا هم د ورکو بلوڅانو د سازمان له خوا د زرګونو بلوڅانو د ورکېدو ادعا کېږي، خو حکومتي وياند دغه شمېر ردوي او وايي چې دا د حکومت په ضد د پروپاګند برخه ده.