د سرطان په ضد نوي  وسله پيدا شوه

د انسان د معافيت او ايمون سيستم هغه حجرې چې د سرطان ناروغ نه اخيستل شوي وې كولاى شي په وجود كې تومورونه وپيژني او د حملې لانې يې راولي.
د سرطان ناروغۍ د انستيتوت استاد ستيوين روزن برګ اودهغه همكاران په دې بريالي شوي دي چې د انسان د معافيت T لمفوسيتونو د رسپټور يا اغزې جن جوړ كړي ، دغه جن د هغه ناروغانو نه چې د پوستكي په سرطان (ميلانوم) اخته وو، او د دوۍ معافيت په دې بريالى شوى و چې دغه ناروغي (د پوستكي سرطان) له منځه يوسي اخيستل شوى و. راوروسته دغه جن د جن انجينرۍ په وسيله جوړ شوى و،د ازماينې لپاره 17 ناروغانو ته چې په سرطان اخته وو د ريتراويروس په وسيله T-لمفوسيتونو ته پيچكاري شوى و. د يوې مياشتې كيمياوي درملنې وروسته د 17 ناروغانو نه د 15 ناروغانو د T- لمفوسيتونو مقدار د 5 نه تر 96 فيصده ليدل كېدو د يادونې وړ ده چې د دوو ناروغانو د سرطان علايم د 18 ميشتو دملنې وروسته په بشپړه توگه ورك شول.
معافيت دى چې انسان د مختلفو ناخواليو او نارغيو ساتي ، خو داسې ناروغۍ هم شته چې د انسان بدن دفاعي سيستم لا تر اوسه د هغوۍ پر وړاندې كمزورى او عاجز دى لكه :
HIV ، سرطان او داسې نورې ناروغۍ.
د سرطان ناورغي يوه له هغو ناروغيو څخه ده چې په اسانتيا يې درملنه ناشوني ده ، او په نړۍ كې ډير انسان ددغې ناروغۍ له امله هر كال خپل ژوند د لاسه وركوي .
د هوا ككړتيا ، جنتيكي ستونزې ،مشروبات ، سگرټ او نورهغه فكتورونه دي چې ددې ناروغۍ د پيدا كيدو لپاره لار پرانيځي .
كه چيرته دغه تجربه په حقيقت كې ريښتنې وښيږي نو دا به د سرطان د ناروغۍ پرضد نوې او بريالۍ وسله وي .