روس توریزم یمن ته سفر منع کړی دی

روس توریزم یمن ته سفر سیلانیانو ته د خطر به خاطر منع کړی دی. توریستی موسسی همداشان مکلفی دی چی د هغو روسی اتباعو په هکله عاجل معلومات ورکړی چی اوس په دی جمهوریت کی دی. د رویتر د اژانس د خبر سره سم، پرون په یمن کی د فرانسی دری تنه اتباع لادرکه شویدی. هغوی ټول د خیریه موسسو کارکوونکی وو.
د نژدی ختیځ په دی هیواد کی سیاسی کړکیچ څلورمه میاشت پرله پسی دوام لری. هره ورح کوڅو ته په زرگونو کسان راوځی او د مظاهرو په ترځ کی د ولسمشر علی عبدالله صالح چی 33 کاله پر دغه هیواد حکومت کوی، د استعفاء غوښتنه کوی.