میدویدیف: د لیبیا ولس باید پخپله د خپل هیواد دموکراتیکه راتلونکی تامین کړی

د روسیی ولسمشر دمیتری میدویدیف په لیبیا کی د وینو توئیدو د ډیر ژر بندولو په هکله د افریقایی دولتونو له هلو ځلو ملاتړ وکړ. ولسمشر د جنوبی افریقا د له ولسمشر جیکوبوم زوما سره په تیلیفونی خبرو کی څرگنده کړه چی د لیبیا ولس باید په مستقله توگه له بهرنی مداخلی او پرهغه د کومو نسخو له تپلو پرته د خپل هیواد دموکراتیکه راتلونکی تامین کړی.
زوما د روسیی د ولسمشر پریکړه لیبیا ته د خپل خاص استاځی میخائیل مارگیلوف د استولو په هکله عالی و ارزوله او له هغه سره ئی د گډی همکاری لپاره تیاری څرگند کړ. زوما د لیبیا په باب د افریقیی اتحادیی د فوق العاده غونډی چی د می په 25 26 نیټه په ادیسه بابا کی جوؤه شوی وه، معلومات ورکړل.