
کرزى صيب ! ترهګرڅوک دى ؟
ښاغلى کرزى صيب !
له څولسيزو جګړو وروسته کړيدولو،کونډو،يتيمانو،بې وزله درديدلو افغانانو دبهرنيانو لخوا دنيول شوې افغانستان دخلاصون په موخه تاسې ته رايې درکړې چې ګوندې هيواد موستاپه وينا خپلواک او ازاد ووسې خوافسوس خبرنه وه چې تراوسه ته په خپل واک يو ولسوال هم نه شي ټاکى ترڅودسرو خوښه نه وي .
پنځه کلنه دوره خوستاپه وينا ډېره کاميابه وه چې شنډنډ کې دې په امريکايانوسلګونه افغانان ووژل په ننګرهارکې ستاد کامياب دولت په وخت کې په ودونو بمباري وشوناوي اوشاوو دې ووژل ددې اوداسې نورې ډېرې پيښې چې يواځې په بښنه اوپه يوڅو غواړو خبرودې هيوادوالوته دوکه ورکړې ده،که رښتينى افغان وي اودافغانانوپه دردونو ځوريدلى دوهمې دورې ولسمشرۍ لپاره ولې ودريدلى،دا په دې مانا چې يوځل ېد بيا هم دافغانانو وينوتويولوته زړه شوى په هرصورت په دوهم ځلې انتخاباتوکې له داسې شړو اولانجوڅخه چې په درغليوتورن،دوهم پړاوته لاره وموندله دې دغه ډولونه خوپوره شپږ مياشتې وکړنګيدل دا چې ددې ډول غږيدل چا غوښتل تاته به معلومه وي .
له هغې وروسته دي يوځل بيا ځنډونو اوخنډونو وروسته دسروپه اجازه کابينه ولسي جرګې په داسې حال کې چې هغوى هم درخصتۍ موزې خپوته اچلوې وي معرفي کړه خونه پوهيږم چې افغانانوته چاخيراکړې اوکه تراوسه دمشرانوپه ټاکلو نه پوهيږې ولسي جرګې هم داسې وزيران چې مخدوم رهين نوم يې په سرکې دى دمعلوماتوله مخې په ميلونو روپيو خوړلوسره کامياب کړل اويودرديدلې هيواد لپاره يې يوځل بيا دسردرد پيداکړ.نه پوهيږوپه دغه حالاتوکې ترهګرڅوک دى .کيداى شي چې ... وي
بلخوا کرزى صيب ستاسې نوى دوهم ځلې کابينې لپاره هم سترګې په لاريوچې دټوپک سالارانوڅخه به بيا خوتنه ټاکې او ولسي جرګه به بيا هم پرې دپخوا په شان خپل نشان پوخ کړي خوڅومره چې ښکاري ستاله وسې بهر خبري دي .
کرزى صيب دوهم ځل له ولسمشرکيدو وروسته دي سمدستي طالبانوته دسولي بلنه ورکړه اوغوښتل دي چې هغوى حاضرشي چې يوملي دولت جوړکړو داچې داخبرې دي څومره له زړه نه کړي الله به پرې خبروي نوستانه پوښتنه کوم چې په داسې حالتوکې چې په وار واردي ويلې چې بهرني ځواکونه به نورخپل وحشيانه خپل سرې عمليات نه ترسره کوي اونوربه دافغانې مور په کور نه ورځي اوهغوى به نه بې حجابه کوي .
کرزى صيب تاخو ويل چې که عمليات کيږي نوزموږ خپل وروڼه به دخپلې خورکورخپلې مورکورخپل کورپخپله ګوري چاته به داحق نه ورکوي چې په خپل سره چرته ولاړشي .خوته پوهيږي چې اوس هم ستاخبرې دپخوا په څېرناکامې ښکاري اودبيارغاونې په نامه ستادهيواد هغه ګلالي بچي په داسې حال کې وژنې چې دمرغيوپه شان ورته دانه اچوي اوپرې بم غورځوي .
کرزى صيب دننګرهارولايت دروداتو پيښه درته يادومه ستاپلټنې خوپه لغمان کې هم وشوي بښنه دي وغوښته اوخلاصه خبره شوه که غم وي دهغه چاپرکوربه وي دچا چې نازولى اولادوژل شوى وي،دچاچې دارمانونو نړۍ نړيدلى وي غم به پرهغه کونډې وي چې واړه اولادونه ورځينې دبابا غوښتنه کوي اوهغه ستادسرولخوا وژل شوي وي .
ستاتشي بښنه اوپلټنې دي سروخوري .
کرزى صيب !
دداسې هيواد نوم په کومه خوله واخلم چې زما هيواددى او زه مشرلرم فوځ لرم،اداره لرم چې زما هغه مريض چې مرګ يې حال وي اوزما په هيوادکې دکافرو کاروان روان وي اوزه نشم کولاى چې له هغوى مخکې ولاړشم اوخپل مريض روغتون ته ورسوم .
کرزى صيب !
نن په ګريوان کې فکروکړه چې
دهغه خويندومخونه نه ګوري اوپه کورنوبه يې خپل سرې عمليات نه کوي چې هغه خويندې تپهطالبان لاړل دامريکايانوپه واسطه مودنړۍ نږدې څلويښتوهيوادونوسره اړيکې جوړې شوې،هره افغان هيلې درلودې چې له نړيوالومرستوسره به زموږ اولادونه ښه تربيه شي اوموږ به وتوانيږوچې ددوى لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پيداکړو.
په هيواد کې دبهرنيانو په مرسته خپل ملي پوځ چې ترشل زره افغانيوپورې معاشونه اخلي ملې پوليس،سرحدي پوليس او ورته نور پوليس ورزول شول،يوڅه ډآډمن شولو چې زموږ فوځ دى اوخپل هيواد ساتنه به اوس خپله کوو،نوربه موسره انکريزان په کورنه راځي .
ددې سره ترڅنګ دکرزي دوهمه کرغيړنه دوره پيل شوه.، چې په وار،وارناکاموخبروکې دبهرنيوځواکونوسره دهمانګه عملياتوخبره کړې ده خوکرزي يواځې اولس ته په دوکه ورکولو لپاره دغه خبره کړي ځکه چې دولت دده په واک کې نه بلکې د.... په واک کې دى اوځکه خوخپل سرې عمليات اوس هم دپخوا په څېرادامه لري .
دامريکالخوا جوړه شوې کابينه افغان پارلمان ونه منله خوهغوى هم لکه دولس په ليدوکې ړنده وي يوځلې بيا هم داسې کانديدان چې ازاد پريښودلې هم درست نه دي ونومول .
څۀ وکړم هرلورې چې قلم خوزو ليکل کوي ځکه خوخبره هم راځينې بلخوا روانه ده راځم اصلي موضوع ته چې ترهګرڅوک دي ؟
په داسې حال کې چې امريکايې سره ځواکونه زموږ هغه ګلونه چې ټولنه ترې دراتلوونکې تمه لري په داسې حال کې چې ورته دمرغيوپه څېردانه اچوي اود راټوليدوپه وخت کې پرې بم غورځوي اوداسې بې ګناه پښتانه افغانان چې هغه تراوسه دترهګرله نوم سره اشنا نه دي وژل کيږي نوداپوښتنه به دلته له چانه وکړو چې ترهګرڅوک دى ځکه چې دهيواد تش په نامه چارواکې خوصرف بښنې غواړې اوصبرجميل ورته له ربه غواړي
کرزى صيب سوال دادى چې ترهګرڅوک دى ؟
ته ترهګريې چې خپله اداره پرمخ نه شې وړلى اواستغفا هم نه ورکوي ؟
کافران امريکايان نړيوال ځواکونه ترهګردى چې ستاخبره نه مني او بې ګناه افغانان وژني؟
طالبان ترهګردى ؟
ياافغان غريب ولس ترهګردى چې ستاغوندي مشرټاکي .؟
درديدلى خوږياڼى
a.khogyani@gmail.com