يو عالم د لمانځه په وړاندي د يوویشتمي پېړۍ د مسلمانانو غفلت دې نتیجې ته رسولي دي چي: ۱: … د سهار لمونځ يې په خوب ورڅخه تېر او ضایع کیږي . ۲: … د ماپښین لمونځ په کار یا مکتب او یا پوهنځۍ کي ورڅخه ضایع کیږي. ۳: … د ماځیګر لمونځ په تفرېح، یا مجلس او یا هم استراحت کي ورڅخه ضایع سي. ۴: … د ماښام لمونځ په کوم غیر ضروري مصروفیت، یا ځان اخته کولو ورڅخه ضایع کیږي. ۵: … د ماخستن لمونځ د ټلویزیون یا فلم په لیدو او یا هم د راډیو په اورېدو ورڅخه ضایع کیږي. ۶: … د جمعې د ورځي لمونځ هم په کار، یا کوم فرعي مصروفیت ورڅخه ضایع کیږي. ۷: … د تهجد لمونځ خو صرف یو تصور یا دخوب او خیال خبره ده. نو ځکه په قبر کښي لومړنۍ پوښتنه د لمانځه په هکله ده او شاعر هم داسي وايي: روز محشر که جان ګداز بود اولـــین پــرســـش زنـماز بـود لوۍ خدای دي ټول مسلمانان واقعي مؤمنان کړي؛ ځکه انسان اصلاً د الله جل جلاله د عبادت لپاره خلق سوي دۍ. نوري چاري فرعي خو الهي عبادت اصلي هدف دۍ. څومره به ښه وي چي نور نو د ډول ډول حيلو او پلمو څخه ځانونه خلاص کړو او هغه څه راپیل کړو چي لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ...! _ماخذ: اخلاقي کنايي_
وروستي