علامه جلال الدین سيوطي رحمه الله په خپل کتاب ( تاریخ الخلفاء ) کي ليکي :
یو وخت ابن سماک رحمه الله د خليفه هارون رشيد په دربار کي ناست ؤ ، په همدغه وخت کي خلیفه د اوبو څيښلو غوښتنه وکړه ، کله چي خدمتګار اوبه راوړې ، نو ابن سماک رحمه الله خپل مخ د هارون رشید طرف ته واړاوه او ورته وې ويل :
اې اميرالمؤمنينه ! مخکي تر دې چي اوبه دي وڅښې ، لومړی يوې پوښتني ته ځواب راکړه ، پوښتنه داده ګه چيري تاسو ته اوبه در نه کړل سي ، نو په څومره قیمت اخیستلو ته يې تیار يې ؟
هارون رشيد ځواب ورکړ : په خپله نیمه پاچاهي .!
ابن سماک رحمه الله بیا ورڅخه وپوښتل :
صاحبه ! دا راته ووایه که د بدن څخه د اوبو په وتلو کي له مشګل سره مخامخ سوې ، نو څه به وکړې ؟
هارون رشيد ځواب ورکړ :
ښايي ددغي ستونزي د لیري کولو په بدل کي خپله ټوله پادشاهي ورکړم .
ابن سماک رحمه الله وویل :
اې امیرالمؤمنینه ! هغه حکومت او پاچاهي چي ارزښت يې د يوه غوړپ اوبو او بولو برابر وي ، هیڅکله ددې وړ نه ده چي خاص ارزښت ور کړل سي او تا د اخرت له یاده چي تل ترتله دي، لیري کړي ،.
صاحبه ! په ټولو معاملاتو کي له ډېره احتیاطه کار اخله ، ځکه یوه داسي ورځ په مخکي ده چي موږ به د خپل خالق او مالک په وړاندي درېږو او د يوه يوه شی حساب به ورکوو او د هغه ستر ذات په وړاندي به نه د کوم شی د پټولو کوښښ کولای سو او نه به پر خپل يو عمل پښېمانه کېدلای سو .
هارون رشيد ددغو خبرو په اورېدلو تر ډېره وخته وژړل او ويل يې : هو ، همداسي ده ، تا یقيناً صحي خبره وکړه .
حواله : [ تاریخ الخلفاء لعلامه سیوطي رحمه الله صفحه ۲۹۳ ]
ليکوال : احمدجنید مبارز
وروستي