زه پوهېږم ته د تېلو يوه ډکه ډېوه يې ، دباندي راووزه وځلېږه ، هم ځان او هم نور مخلوق ته ګټه ورسوه ، د خپل توان مطابق یو څه حتماً وکړه ، ددوی خبري تاته هيڅ نقصان نسي رسولای تر څو چي ستا تېل خپله نه وي ختم سوي ، حکماء وايي :
( هيڅوک د چا څراغ نه سي خاموش کولای ، بلکي د ډېوې دننه دتېلو کمبود، هغه د وژلو له ګواښ سره مخ کوي) .
اې انسانه ! ولي دي د مايوسۍ په دریاب کي ځان ته کور اباد کړۍ دي ؟ هسي نه
چي د دریاب بېخ ته ولاړ سې او هر څه دي له لاسه ووځي ،ته خبر نه يې چي د شپې وروسته ورځ راځي ،تر لوږي وروسته فراخي او تر تندي وروسته سرابي شتون لري ، تر بدخوابۍ وروسته خوب او تر ناروغۍ وروسته روغتیا راروانه وي .
ورک سوی کس اخیر خپل منزل پيدا کوي ، مشقت پورته کوونکي ته اساني حاصليږي ، د برايي شپې تيارې حتماً چاو دي او رڼا ترې راوځي ، لوۍ قران څومره ښه فرمايي :
فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ .
( المائده :۵۲ )
ژباړه : نږدې ده چي الله تعالی به په بري سره راتله وکړي ، یا یو حکم له جانبه خپله .
ګرانه دوسته ! شپې ته زیرۍ ورکړه چي صبح صادق راروان دۍ ، د غرونو سرونو ته رارسېدونکۍ او شېلو ته يې ځان رانږدې کړۍ دۍ ، غمزده وګړو ته په تیزۍ سره د روښنايي د خپرېدو او د اسانۍ د راتګ زیرۍ ورکړه او عمل کولو ته يې تشويق کړه .
صحرا چي څومره اوږده وي او ختمېدل نه لري ، په دې پوه سه چي تر شاه يې حتماً د شنو درختو او خوږو مېوو باغونه پراته دي ، رسۍ چي څومره زیاته اوږديږي ، همهاغه اندازه يې د پرېکېدو امکان زیاتيږي ، نو ته هم مایوسه کېږه مه ، اخیر به د تیارې رسۍ وشکيږي ، له اوښکو سره خندا هم ملګرې وي ، تر خوف او ويري وروسته د امن او سکون کور ودان وي ، د صحرا پای ښار ته د داخيلېدو معنی لري .
وروستي