ما ستا سپېڅلي ږغ اورېدلۍ دي هر څه مي پرایښي دي او ستا پر لور درځم، هر څه چي یم او هر څه چي لرم، تاته یې وړاندي کوم، ما دي په درګاه کي قبول کړه، او مه مي پرېږده، چي له تاڅخه لیری واوسم. خــــدایـــه جل جلاله ...! د دې تېرېدونکي نړۍ، خوندونه مي نه دي پکار، د خوښۍ او خوشحالۍ په لټه کي نه یم، بلکي یوازي ستا هیله من یم، یوازي ستا مینه پلټم، اې ربه جل جلاله زیاته مینه درسره لرم ...! خـــدایــه جل جلاله ...! داسي مي عاجز کړه، لکه نبات، داسي لکه د واټونو د غاړي ګلان، چي له هرڅه بې خبره وي، خپل او پردي ته ګوري، مسکی کیږي، او له خوښیه ناڅي، لکه بورا ددنیا او مافیها څخه بې خبره، چي دشمعي په لمبو کي ستۍ کیږي، غواړم ستا د میني په لمبو کي ستي سم. خـــدایــه جل جلاله ...! څنګه ډالۍ ستا و درګاه ته، وړاندي کولای سم؟! ټوله هستي او شتمني مي بس نه ده؟! د میني اور مي په زړه کي په غرغنډو دي او تر سترګو څڅیږي، د اوښکو یو هار مي درته راوړم، چي د هغه هر څاڅکي به دا نارې وهي: زما معبوده ...! زړه مي ستا په مینه کي مات دي، د میني په جوش کي دي ځان هېروم، او هیڅ کېږم؛ هیڅ....! خـــدایــه جل جلاله ...! ډاکټران او قاضیان سپېڅلي کړه، تر څو هیڅکله خطا ونه کړي، ځکه کله چي ډاکټران او قاضیان له خلګو لیري سي، د یوه ملت له منځه تګ پیليږي ...! خـــدایــه جل جلاله ...! هر لوستونکي چي دا دعاء ولوستله، که یې خوښه سوې وي، نو یې دده په حق کښي، هم قبوله کړه، اې سپېڅلې ربه جل جلاله ...! هر څوک چي دا دعاء د نورو دوستانو سره شریک کوی ورته لوی اجر ورکړه " هغه مبارک کړه " هغه ستا په مینه او عشق کي ډوب کړه " هغه ستا له قهره وژغوره "آمین یارب العالمین"
وروستي