 
        	    
                    
                                    
                     
۱_ د ځان سره به خاندې او ټول به درته حیران وي.
 ۲_ د شپې چي بیدېږې کمپیوټر یا ټلیفون به دي په غېږ کي وي.
 ۳_ د هغه چا څخه به بې پروا یې چي څنګ ته دي ناست وي.
 ۴_ خوب به دي لږ وي.
 ۵_ ملا به دي کږه وي او په غاړه کي به تکلیف لرې.
 ۶_ د مېرمني سره به دي جګړې او جنجالونه وي.
 ۷_ تلیفون به حمام یا تشناب ته درسره ننباسې.
 ۸_ هغه ملګري به هېر کړې چي د فیسبوک ایډي یا واټس آپ نه لري.
 ۹_ کله چي دي د موبایل د بیطرۍ چارج لږ یا ختم سي نو د ډېره قهره به سره چوې. 
۱۰_ تر څو چي میسجونه دي نه وي ویلي، چای جواب یا بولو کولو ته نه ولاړېږې؛ نو خود به دي په مثانه کي دردونه پیدا سي. 
۱۱_ کله چي د ډیري مودې لپاره وړه لیکنه لولې نو د سترګو ضعیف والی به درته پیدا سي.
 ۱۲_ مور او پلار، خور او ورور، ملګري او اولادونه، او ټول خلګ به درباندي په قهر وي.
 ۱۳_ دمخه تر دې چي مخ پرېمنځې په میسجونو به مشغول یې.
 وینا : مولوي عنایت الله علمي حفظه الله
 کتبي لیکنه او زیاتونه : احمدجنید مبارز
 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								