د حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه په صحیح روایت کي ددوی نومونه داسي نقل سوي دي : ۱_ یملیخا ۲_ مکسلمینا ۳_ مرطولس ۴_ ثبیونس ۵_ دردونس ۶_ کفاشیطیطوس ۷_ منظنواسیس.(۱) او ددې نومونو لس فایدې !: ۱_ که چیري په یو کور کي اور ولګیږي، او دا نومونه په کاغذ باندي ولیکل سي او په اور کي واچول سي نو اور به مړ سي؛ ان شاءالله. ۲_ که یو ماشوم ډېر ژاړي نو دا نومونه دي ولیکل سي او د ماشوم تر سر لاندي کیښودل سي نو د ماشوم ژړا به بنده سي؛ ان شاءالله. ۳_ د فصل کښت د حفاظت لپاره دا نومونه دي تعویظ کړي او د فصل په منځ کي دي یو لرګی ښخ کړل سي او دا نومونه دي پکښي زوړند کړل سي، نو د الله په فضل سره به د فصل حفاظت وسي؛ ان شاءالله. ۴_ که یو سړي ته مسلسل درې ورځي تبه راځي نو دا نومونه دي پر یو کاغذ ولیکي او په مُټ کي دي یې وتړي نو تبه به یې ختمه سي؛ ان شاءالله. ۵_ که یو حاکم ته د مقدمې یا د بل څه لپاره ورتلل وي نو دا نومونه دي د پښې په ښې یا راسته ورون کي وتړي او ولاړ سي نو د حاکم زړه به نرم سي؛ ان شاءالله. ۶_ که د ښځي د اولاد د پیدا کېدلو پریشاني وي نو دا نومونه دي د پښې په چپه ورون وتړي نو اولاد به یې په اسانۍ سره پیدا سي؛ ان شاءالله. ۷_ د مال او سورلۍ د حفاظت لپاره ډېر ښه تمامیږي؛ ان شاءالله. ۸_ په دریابي یا سمندري سفر کي د غرقېدو څخه د ځان د ساتلو لپاره ډېر ښه تمامیږي؛ ان شاءالله. ۹_ د دښمن څخه د ځان د محفوظ ساتلو لپاره ددې نومونو ساتل د ځان سره ګټور دي؛ ان شاءالله. ۱۰_ که د یو سړي زوی تښتیدلی وي نو دا نومونه دي ولیکي او په یوه ونه یا درخته کي دي راوزړوي ان شاءالله په دریمه ورځ به یې زوی پیدا سي.(۲) (۱) روح المعاني /صـ ۲۴۶ (۲) حاشیه جلالین /صـ ۲۴۳ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکنه : احمدجنید مبارز
وروستي