په دې اړه تر ټولو لویه بېلګه د سیدالمؤذنین بلال حبشي بېلګه ده. د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په رحلت یا وفات سره پر بلال رضي الله عنه باندي مدینه منوره دومره تنګه شوه، لکه چې پر سینه یې یو لوی غر پروت دی. ددې لپاره چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات په اړه بلال رضي الله عنه ته ور پېښ خپګان کم شي، بلال مدینه منوره پرېښوده او شام ته یې سفر وکړ او هلته میشت شو، څو میاشتي وروسته بلال رضي الله عنه، نبي کریم علیه السلام په خوب کي ولید چي ورته ویل یې : " اې بلاله ! زما د زیارت کولو ته نه راځې؟ " ددې لپاره چي بلال له بسترې څخه راولاړ شي، دومره اشاره بس وه، ژر یې د مدینې مخه ونیوله او د رسول صلی الله علیه وسلم د زیارت په موخه مدینې منورې ته روان شو؛ کله چې مدینې ته ورسېد نو حسن او حسین رضي الله عنهما غوښتنه ځينې وکړه چي : اذان وکړي او د نبي کریم علیه السلام سره هغه پخواني وختونه پرې را یاد کړي؛ همدا وو چي بلال په خپل ښکلي ږغ سره اذان شروع کړ، سهار وختي مدینې ته ټول ښاریان راووتل، دوی ته دا خیال پیدا ښو چي ګوا کي پیغمبر علیه السلام بیرته راګرځېدلی دی، د ټولو خلګو سترګي له اوښکو څخه ډکي شوې او د جومات په لوري یې را ودانګل ؛ بلال رضي الله عنه په دې ونه توانېدی چي د " اشهد ان محمدا رسول الله " کلیمه پوره کړي، اوښکي یې وبهېدې، پښو یې سُستي وکړه، او پر مځکه را پرېووت. ماخذ : اسعدالغابة في معرفة الصحابة خدایه جل جلاله ! ستا او ستا د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مینه کي مو لیونيان کړې؛ ستاسو په مینه کي مو مست کړې. امین
وروستي