پښتانه د هغه کښتۍ سپرلی ده چې په سمندر کې یې خپل مسیر پریخې وي او د تباهۍ خواته ډیر نږدی شوي وي، د کښتۍ ماڼوګان د کښتۍ په تل کې د شرابو په نشه کې غرق پرک پراته او څو تنه د کښتۍ د ژغورنی هڅه کوي، لیکن هغوئ هم له ژغورنی څخه عاجز شی. شدید طوفانونه د کښتۍ د غرقولو هڅه کوي، هڅه یې بریالۍ ده، کښتۍ ته یې ټکان ورکړه، ځینی پښتانه د کښتۍ له څنډو سمندرته پریوتل، د اوبو مستی څپي، شدید باد، توری وریځي سیل کوې او وږی ماهیان خپل نسونه ډکوي. ماڼوګان لاهم نشه دي او طوفان شیبه په شیبه زور اخلی او په بې وزله سپرلۍ د مرګ کړۍ راتنګوي، پاتی سپرلۍ لاهم د نجات په تمه ده خو ماڼوګان چې کله په خود راځي نو بیابه ډیر ناوخته وي.
وروستي