دولت دي ام ټي ان کنټرول کړي!

بسم الله الرحمن الرحیم
ام ټي ان افغانستان دمافیايي ډلو په لاس کي
ام ټي ان د کابل بانک پېښې کوي.
مخابرات دمخابراتي چارو د کارپوهانو په اند د یو ملک اعصاب یا هم عصبي رشتې بلل کیږي چي په اوسني عصر کي دټولني هر وګړی باید ورته لاس رسی ولري ځکه چي دا اوس د ژوند یوه اړتیا بللی شو.
د دې ترڅنګ په ټولیزه توګه له مخابراتي ټکنالوجۍ څخه د ژوند په مختلفو ډګرونو کي کار اخستل کېږي. چي اوسنۍ نړۍ یې د ډېرو پرمختګونو شاهده ده الحمدالله زمونږ ګران هیواد هم دسیمي د هیوادونو په پرتله اوس له دغي ټکنالوجۍ څخه برخمن دئ ټوجی (2G) ،تري جي(3G) او نوري فایبر یې دلویو پروژو دبېلګو په توګه یادولای شو چي دافغانستان لري پرتې سیمي، ولایات او ولسوالۍ یې تر پوښښ لاندي نیولی دي.
په تېرو یوولسو کلونو کي دهیواد چټک پوښښ ترمخابراتي چترلاندي د حکومت له لویولاسته راوړنو څخه یادولای شو دا پرمختګ د افغانانو دکاريوړتیا یوه ښه بېلګه کیدای شي افغانانو نړۍ ته وښوده چي کولای شي ولو که د سر په بیه هم وي خپل ملک د روښانه راتلونکي په لوري بوځي.
په دې څانګه کي څوکورنیو اوبهرنیو شرکتونو پانګه واچوله چې ام ټي ان ، اتصالات ، روشن ، افغان بیسیم او افغان ټیلیکام په نوم یې خپل فعالیت پیل کړ زه نه غواړم چي له موضوع څخه لري ولاړ شم ؛ راځم اصلي خبري ته هغه دا چي دام ټي ان مخابراتي شرکت کي څه روان دي او په دغه شرکت کي چي کوم افغانان کارکوي سرنوشت یې له بحراني حالت سره مخ دئ.
دا کمپنۍ په افغانستان کي لومړی د اریبا په نامه خپل فعالیت پیل کړچي وروسته د یو افریقایي شرکت لخوا چي ام ټی ان یې بولي واخستل شوه دا چي دوی په افغانستان کي پانګه واچوله نو دا یو ضروري او لازمي خبره ده چي د کارد پاره باید افغانان وګماري او همداسي وشول ده همغه لومړیو ورځو څخه زمونږه ګرانو هیوادوالو په مختلفو څانګو کي له دې شرکت سره کار پیل کړ دا زمونږ لپاره یو ښه چانس وو څو وکولای شو چي له نوي ټکنالوجۍ سره بلد خپل هیوادته د خدمت کولو جوګه شو او له همدې لاري خپل اولاد او کورنۍ ته حلال رزق لاس ته راوړو دا کار نه یوازی ام ټيان بلکې ټولو شرکتونو ته هم یو اقتصادي چانس وو ځکه چي په دومره کمو امتیازاتو هیڅ یو بهرنی متخصص په دې هیواد کي پداسی خرابه شرایطو کي کارکولو ته زړه نه ښه کاوه نو له همدې کبله ددې شرکت د وخت مسئولینو دا بهتره وګڼله څو خپله افغانان دې ته عیارکړي چي د دې شرکت مخابراتي پوښښ ته په چټکۍ سره پراختیا ورکړي نویې ځیني افغانان بهرنیو هیوادونو ته د لنډمهالو زده کړو لپاره ولېږل له نېکه مرغه زمونږه ګرانو هیوادوالو هم خپله وړتیا وښووله او ددې کمپنۍ مخابراتی پوښښ یې دسر د قربانۍ په بدله کې دافغانستان ۳۳ ولایاتو ته ورساوه حتی زمونږه دتخنیکي څانګي څو انجنیران په دې لارکي په شهادت ورسېدل ځیني یې دنامعلومو وسلوالو لخوا څخه وتښتول شول چې وروسته دپیسو په بدل کيرا خوشې کړل شول دا پیسې هم دپیښي دقربانیانو دکورنیو لخوا څخه غلو ته ورکړل شوي نه دکمپنۍ لخواڅخه زندانونه یې تېر کړل شکنجې یې ولیدلې په شپو شپو یې لوږي تندي تیري کړې ها د چا خبره شپه او ورځ یې یوه کړې وه او دا مخابراتي کمپنۍ یې په پښو ودروله خو د افسوس خبره داده چې اوس د یو څو مغروره عربانو، بهرنیو شرابیانو خودخواه انسانانو لاسته لویدلې ده او یو څو وطن پلورونکي تش په نامه افغانان د خپلي څوکۍ دساتلو په خا طر ددوی ساز ته څرنګه چې وهل کېږي لاسونه اړوي راړوي.
دا چي اوس دا شرکت یو نورماله په پښو ولاړ او دافغانستان ۳۳ ولایتونه یې تر پوښښ لاندينیولي دي لکه څنکه چي مخکي یادونه وشوه زمونږ د سرونو دقربانۍ په بدل کي دا لاسته راوړنه شوې ده خو اصلي خبره داده چي اوس زمونږه دا قربانۍ زحمتونه هیلي او ارزوګاني ددې څو مفسده انسانانو لخوا له خاورو سره خاوري او زمونږه لاسته راوړني یې له صفر سره ضرب کړي له کله نه چي دا کسان په دې شرکت کي په لوړو څوکیو وګمارل شول نو ډېر تکړه انجنیران یو په بل پسې له خپلو دندو نه لاس په سر شول حتی تر دې چی ددې شرکت ادارې دا تصمیم ونیوه چي دخپلو درېیوو څانګو نه خپل کارکوونکي وباسي او په یوه بله قراردادي کمپنۍ یې وپلوري چي په ۲۰۱۲ م کال دجولای په میاشت کي دا آوازې په حقیقت بدلي شوې مونږه پدې باندي خفه نه وو دردوونکې خبره داوه مخکي له دې چي مونږه له دې شرکت سره خپل کارپیل کړو د ام ټي ان د ادارې لخوا مونږ ته وویل شول چي تاسوبه داریکسن(Ericsson) له شرکت سره کارکوئ چي دا مونږ ته ډېره دخوشحالۍ خبره وه خو حقیقت داسي نه وو هغه دا چي کله مونږه له نوي شرکت سره خپل قرارداد لاسلیک کاوه هغه اریکسن نه بلکې درایز(Rize)په نامه یوه بله کمپنۍ وه مونږ په هغه وخت کي هم خپل اعتراض څرګند کړ او دا خبره مو دام ټي ان شرکت ته ورسوله خو هغوی مونږ ته وویل چي داکومه مهمه خبره نده یوازي ستاسو معاشونه به د دوی لخوا درکول کیږي خو کله یې چي مونږ ته ایډي کارتونه یا پېژندپاڼي راکړلې په هغه هیڅ داسي څه نه وو لیکلي چې دا جوته کړی څو ددی کارت پواسطه د یو کارکوونکی پیژندګلوی وشي لدی نه هم مونږه تیرشوو صبرمو وکړ بله خبره چي دې کمپنۍ پخپل منجمنټ کي د مختلفو هېوادونوبدمعاشان او لېونیان را ټول کړل داسي کسان چي شاید پخپلو ملکونو کي دکارکولو وړتیا یې نه لرله نو یې افغانستان ته راواستول لنډه چي د ام ټي ان مخابراتي شرکت اوس دبهرنیانو ګرم بازار ګرځېدلی دئ دوی پخپلو کې یو مافیایي بانډ جوړکړی دئ اوس د لبنان څخه دوې خپلي کمپنۍ د سایټیګ او پاورټیګ په نامه راوستي دي او تازه یې زمونږه مظلوم افغانان په دې کمپنۍ وپلورل چې دفبرورۍ له لمړۍ نیټې څخه به له دوی سره کار پیل کړئ دومره ناجایزه ورسره کیږي چې دوی یوکلن قرارداد تېرکال له رایز سره لاسلیک کړی دئ او شپږ میاشتي وخت یې لا پاته دئ دوی وخته په بل چا وپلورل او داسې آوازې دي چي دا کوم کسان پاتي دي دا به شپږ میاشتي وروسته خپلو کورونو ته ولاړشي له کاره به ګوښه کړای شي او ددوی پرځای به بهرني کارکوونکيوګمارل شي داخبره پخپله دبهرنیانو لخوا څخه مونږته ویل کېږي چې زمونږه اداري مشران دي اوپه دې باندي تاکید کوي چي خپل ځانته نوي دندي پیدا کړی چي شپږ میاشتي  وروسته ستاسو سرنوشت له یو نامعلوم حالت سره مخ دئ.
دایو څرګند حقیقت دئ چي پداسي حالت کي مونږه له یوې سترې مایوسۍ سره مخ یو هغه داچي مونږه له لومړیو ورځو له دې کمپنۍ سره کارپیل کړی دئ مونږه درس لوستی دئ دا زمونږه حق دئ چي خپل ملک کي کاروکړو نه داسي چي موږ دي کورته ځو او زموږ پر ځای دي بهرنیان کار وکړي نومونږه له دولتي په ځانګړې له حکومتي مسئولینو څخه په کلکه غوښتنه کوو څو د دې مافیا مخه ونیسي او زموږ په برخليک دي لوبي نه کوي لومړۍ غوښتنه مو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت له ښاغلیو مسئولینوڅخه ده چې ددې پیښي جدي پلټنه وکړي که چېري دوی زمونږه اوښکي وچې نه کړي نو مونږه به ولسي جرګې ته مراجعه وکړو لنډه دا چې د ټولو مسئولینو دروازه به ور وټکوو ترڅو زموږغږ واوري.
که چېرته هيچ چا هم زمونږه غوښتنو ته مثبت ځواب رانه کړ نو مونږه به تاوتریخوالي ته لمن ووهو او ترهغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړو څو چي خپل حقوق لاس ته راوړو.
يادونه :زموږ ټينګار پر دې دئ چي تر ممکنه حده کېدای سي د افغانستان خصوصي او دولتي چاري له بهرنیو کارکوونکو څخه افغاني کار کوونکو ته وسپارل سي، ترڅو هرڅه افغانیزه سي او وطن په خپل مټ جوړيږي نه د پردي... تېر لس کلونه ګواهي ورکوي.
په درناوی
د حب الوطن ملګري