زه چې کله په ښوؤنځی کې وم نو له هغه وخته مې د تاریخ د مطالعی سره ډیره علاقه درلوده او د تاریخ له مطالعی څخه به مې ځانګړی خوند اخیسته! اتل، ننګیالی، میړنی، توریالی، ښاغلی او منلی هغه نومونه وه چې په لیدو او اوریدو به مې په شونډو مسکا خوره شوه او د خوښۍ احساس به مې وکړ، ددی نومونو په اوریدو به د خیال په ټال کې کښیناستم او ددی اتلانو سره به د ماضی هماغه صحنی ته داخل شوم، او داسې فکر به مې کولو لکه زه چې ددی صحنی خاص لیدونکې یم او د مطالعی ژور پوړ ته به ښکته شوم! د پښتون د نوم په اوریدو به، د یو سرلاری، زغمونکی، د اسلام دوست، وطن دوست، په خاوره مېین او اتل انځور سترګوته ودریده! هغه چې تل به اتل وه، دښمن به یې د هیبتی څیری په کتو سره لړزیدو، یا خو به په توره تیښته بریالی شو او یا به یې سر له تنه جدا شو، په خپله خاوره به یې خپل ځان، ځوانی، کورنۍ او له هرڅه به تیروه او دی قربانۍ ته حاضر وه. د خپل وطن درد به یې د ځان درد بللو، د خپل پښتون ورور درد به یې د ځان درد بللو، هیڅ کله به د هیڅ یو افت په وړاندی نه په شا کیدو او نه به مایوسه کیدو. تل به اتل وه! او اتلولی به یې د سر په قیمت خپلوله. خو اوس دا هرڅه برعکس دي. بې وسی، بې کوری، ژړا، معصومیت، وږی تږی، وژونکې او په ټوله کې بې واکه او بې لاسه شخص پښتون دی پخوا به فقط ښځو ژړل، خو اوس ژړا د نرانو هم عادت ګرځیدلی ده. د جهالت په تیارو کې دومره غرق او دومره ورک دی چې هرڅه یې له لاسه ورکړی، د سپیره جنګ له لاسه اوس په تورو تیارو کې له ځانه ورک، خپل وطن، خاور او پښتون ځنی د جهالت تیارو ورک کړی. نه نه نه نه هغه وخت کې پښتون نه ژړل! پوره کوم یې یـــــــاره کله یې نیمــــګړی پریږدم د جنګ میدان ته به بیا بیا ځمه پښتون پسې مې خدایه! په یو ټغر یې کښینوه، ته یې یو کړه سره د سیــــــال قبـوله کړه دعا ځمه پښتون پسې مې
وروستي