هغه کرمچ چې په اتومات ډول مزي تړي

ملګرو سلام او ښې چارې. نن به د تېر ۲۰۱۶ ل کال د نوښتونو په هکله یو نوې برخه درسره شریکه کړم. په دغه برخه کې به د تېر کال د لاسته راوړنو په هکله مالومات تاسې سره د ویډیي خبر په څېر شریکوو.
لومړۍ به د هغه کرمچو په هکله خپله ویډیو پیل کړو، چې په خپله او اتومات بندونه تړي. د Nike شرکت د تېر کال په ورستیو کې د HyperAdapt 1.0 نومي کرمچ، چې په خپله به بندونه تړي بازار ته وړاندې کړل. دغه نوي بوټونه ۷۲۰ ډالره قیمت لري، او د «Back to the Future II» فلم پر بنسټ جوړ شوي دي. د هر بوټ په منځ کې د مزو د تړلو او د فشار ازمویولو خاص سنسورونه شته، کله چې انسان بوټونه پر پښو کړي، نو په اتومات ډول مزي او بندونه تړل کیږي، که کافي نه وي، نو د خاصو تڼیو په وهلو سره مزي او بندونه نو هم کش کیږي. همدا ډول دغه نوي کرمچ په خپل ځان کې د چارچ کولو اله هم لري. په عادي ډول د بوټ چارچ دوې اونۍ کار کوي.
ښايي دا نوې ټکنالوژۍ به تاسې ته دومره ګټوره ښکاره شوې نه وي، خو زه په دې باور لرم، چې د هغه ناروغانو لپاره، چې د جرکتي جهاز ستونځي لري، به ډېر ګټور بوټونه وي.
 
ویډیو: