۲۰ کاله یې له خپلې مېرمن سره تېر کړل، خو یوه خبره یې ورسره نه ده کړې... زوی یې څرنګه راز رسوا کړ؟!

 
په کورني ژوند کې دا عادي خبره ده، چې دمېرمن او مېړه ترمنځ خبره ښکته پورته شي، ځینې وخت له یو بل مرور شي او دڅه وخت لپاره خبرې نه کوي، خو دا ستونزه په جاپان کې دیوه مېړه او مېرمن له هغې سره هیڅ دپرتلې وړ نه ده، اوتوکاتایاما نږدې دوه لسیزې له خپلې مېرمن سره په یوه کور کې اوسیدلې خو یوه خبره یې ورسره نه ده کړې.
نوموړی له خپلې مېرمن یومي  او درېو بچیانو سره یوځای اوسیږي، مېرمن یې ډېره هڅه وکړه، چې داسې وضعیت رامنځته کړي، چې له خپل مېړه سره خبرې وکړې، خو مېړه ان اشاره قدرې هم ورته نه ده کړې ، دا وضعیت پوره شل کاله  روان و.
د دوی زوی یوشیکي، چې ۱۸ کاله عمر لري، څو کاله وروسته پوه شو، چې د موروپلار ترمنځ دا چوپتیا ولې ده؟ په یوه تلویزوني پروګرام کې یې ولیکل، چې زه مې له موروپلار غواړم، چې سره روغه  او جوړه وکړي، ډیر وخت کیږي، چې دوی مې پر خبرو نه دي لیدلي.
دیوشیکي غوښتنه ومنل شوه، دمیړه او مېرمن ترمنځ دخبرو په موخه په یوه بڼ کې پروګرام جوړ شو، دواړو هلته دلومړي ځل لپاره خبرې وکړې او درې واړه بچیان یې هم حاضر وو.
مېرمن ( یومي) ډېر وخت وشو، چې خبرې مو سره نه دي کړي، زه دخپلو اولادنو په اړه اندېښمنه وم.
ميړه ( اوتو) تر اوسه مې ډیرې ستونزې ګاللې دي، غواړم، چې پوهه شې، زه دهر څه منندوی یم.
دپروګرام جوړونکو او بچیانو یې دا خبرې اترې اوریدلې، ټولو دنیکمرغۍ احساس کاوه، ان، چې یوې لور یې خپله ژړا پټه نه شوه کړای.