ټرمپ روانه اونۍ د سایبري مداخلې د ادعاوو په اړه نوي اسناد افشا کوي

 
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د ولسمشرۍ ټاکنو په لړ کې د روسیې د سایبري مداخلې د ادعا په اړه یې ناافشا شوي معلومات ترلاسه کړي چې دا اونۍ به یې وړاندې کړي.
ښاغلي ټرمپ په فلوریډا ایالت کې د نوي کال جشن ته د تګ په لاره کې په دې اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل:
"زه د هک کولو په باب په ډېرو شيانو خبر يم، هک کول داسې مسئله ده چې ثابتول يې ګران کار دى، کېداى شي بل څوک لاس په کې ولري، زه په هغو شيانو هم پوهېږم چې نور خلک نه دي په خبر، نو امکان نه لري نور کسان د وضعيت په باب دومره ډاډمن وي."
ښاغلي ټرمپ همداراز وویل، لا هم باور لري چې د امریکا د ډیموکرات ګوند د چارواکو برېښنا لیکونه د روسانو له لوري نه، بلکې د بل چا له خوا هک شوي دي.
تېره اوونۍ د امریکا حکومت د هک کولو د ادعا پر سر ۳۵ روسي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وایستل او د روسیې پر ځينو امنیتي چارواکو او ادارو یې بندیزونه ولګول.
د امریکا استخباراتي ادارې وايي، باور لري چې د روسیې حکومت د دې لپاره چې په انتخاباتو کې د ټرمپ له بري سره مرسته وکړي، د انټرنټي حملو يا هک کولو امر کړی و.