شمالي کوریا د بالسټیک توغندي جوړولو وروستي پړاو کې ده

 
د شمالي کوریا ولسمشر وايي، هېواد یې د بین القاره يي لېرې واټن بالسټيک توغندي د جوړولو په وروستي پړاو کې دی.
کیم جونګ اون د نوي ميلادي کال په مناسبت په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې شمالي کوریا په ۲۰۱۶ کې اتومي قدرت شو او ژر به د بین القاره يي توغندي خاوند شي.
بهرني متخصصان اټکل کوي چې شمالي کوریا لا هم د بین القاره يي اټومي توغندي له جوړولو څو کاله شاته دی.
له بلې خوا د جنوبي کوریا سرپرست مشر او لومړي وزیر هوانګ کیو اهن د نوي کال په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې هېواد به یې د شمالي کوریا په ځواب خپله پوځي بودجه خورا زیاته کړي.
شمالي کوريا په ٢٠١٦میلادي کال کې د اټومي وسلو دوه او د بالستيک توغنديو ګڼې ازموينې وکړې.