میرکل: اسلامپالې ترهګري جرمني ته ترټولو لویه ننګونه ده

 
د جرمني لومړۍ وزیره انګېلا میرکل د نوي میلادي کال په پیغام کې ویلي؛ اسلامپالې ترهګري ترټولو لویه ننګونه ده چې جرمني ورسره مخ ده.
هغې په برلین کې د یوه تونسي لخوا د لارۍ پرمټ مرګوني برید ته په اشارې وویل؛ دا چې یو څوک څوک ستا په هېواد کې د پناه غوښتنه کوي او بیا بریدونه کوي، ځوروونکې ده.
د جرمني لومړۍ وزیرې وویل؛ ۲۰۱۶ کال سخت ازمایښت و، خو هغې زیاته کړه چې ډاډمنه ده جرمني به پر ستونزو برلاسې شي.
میرمن میرکل وویل: "خپل ژوند او ورځینو کارونو ته دوام ورکولو سره ترهګرو ته وایو: تاسو له کرکې ډک قاتلان یاست، خو دا تاسو نه یاست چې موږ ته وټاکئ څنګه کولی شو او غواړو ژوند وکړو. موږ ازاد او ملاحظه کوونکي یو او ژوند ته پرانېستی نظر لرو."
د انیس عامري له خوا دوه اونۍ وړاندې د برلین د کریسمس په بازار کې د لارۍ پرمټ برید کې ۱۲ کسان ووژل شول.
وړاندې په روان میلادي کال کې یوه ځوان افغان پناه غوښتونکي په وورزبورګ ښار کې په تبر سره په رېل ګاډي کې پر پنځه کسان ټپیان کړل او یوه سوري کډوال چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه په انسباخ کې د یوې میکدې وړاندې ځانمرګی برید وکړ چې ۱۵ کسان یې ټپيان کړل.
دا بریدونه د مېرمن میرکل دولت پر سیاستونو د نیوکو لامل شوه چې تېر کال یې له یو میلیون ډېر کډوال او پناه غوښتونکي ومنل.
خو مېرمن میرکل د نوي کال په پیغام کې وویل؛ د حلب ښار د ویجاړیو انځورونو د جرمني د اقدام "اهمیت او پرځای والی" وښود چې له دغې جګړې تښتېدونکي یې ومنل.
هغه وویل: "دا ټول زموږ په ډیموکراسۍ، د قانون حاکمیت او ارزښتونو کې منعکس شوي. دا د ترهګرۍ له کرکې ډکې نړۍ مقابل ټکی دی او وبه ښوول شي چې دا ارزښتونه له ترهګرۍ پیاوړي دي. موږ یو د بل ترڅنګ پیاوړي یو. زموږ هېواد پیاوړی دی."
مېرمن میرکل همداراز هغه څه چې لامل شوي ځینې خلک وانګېري اروپایي ټولنه او ان پارلماني ډیموکراسي نوره اغېزناکه نه ده د واقعیت "تحریف" وباله او ویې غانده.
هغي وویل: "اروپایي ټولنه پڅ او ستونزمن حرکت لري او له دې ټولنې د بریتانیا وتلو رایې سره یې ضربه خوړلې او باید پر هغو کارونو تمرکز وکړي چې په رښتیا کولی شي له دولت - ملتونو یې ښه ترسره کولی شي."
د جرمنۍ لومړۍ وزیره به په ټاکنو کې چې تمه کېږي په سپتمبر میاشت کې ترسره شي د څلورم ځل لپاره نومانده شي او وړاندې یې ویلي چې د سختې مبارزې تمه لري.