په تېر میلادي کال کې افغانستان او عراق د خبریالانو لپاره خطرناک هېوادونه وو

 
د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي چې افغانستان او عراق په ۲۰۱۶ کال کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه وو. یاد کال په دغو هېوادونو کې ۲۸ ژورنالېستان وژل شوي دي.
یاد خبریالان په هدفي بریدونو، بمي چاودنو او یا هم د دوو لورو د جګړې په منځ کې د راګیرېدو له امله وژل شوي دي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي چې په دې شمېره کې ۱۵ خبریالان په عراق، ۱۳ په افغانستان، ۸ تنه په یمن او ۶ تنه په سوریه کې وژل شوي دي.
یاده اداره وايي چې د خبریالانو دغه کچه مرګ ژوبلې ته باید جدي پاملرنه وشي او په یادو هېوادونو کې د خبریالانو مصئونیت خوندي شي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون هر کال په نړیواله کچه د خبریالانو د مرګ ژوبلې رپوټ خپروي.
په دغو رپوټونو کې د خبریالانو د وژنې او د هغوی د مسلک تر منځ مخامخ اړیکې په ګوته شوې دي.
د یادې ادارې مشر وايي چې په کلني رپوټ کې یې تښتول شوي او ورک خبریالان نه دي شامل؛ ځکه د هغه په وینا، د دغو خبریالانو په تړاو لا هم معلومات نشته چې مړه دي او که ژوندي.