
ځينو امريکايي سناتورانو د اوکراين د کتنې پر مهال، پر روسيې د نورو بنديزونو غوښتنه وکړه.
د امريکا وتلي سناتور او د امريکا په مشرانو جرګه کې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مکين «John McCain» له دوو نورو سناتورانو سره د اوکراين په پلازمېنه کييف کې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره هر ډول احتمالي معامله ښايي، اوسنۍ ازادي او ډيموکراسي اغېزمنه کړي.
ښاغلي مکين د هغه څه په خاطر د مسکو په وړاندې د شديدو اقداماتو غوښتنه وکړه چې هغه د امريکا د جمهوري رياست د تېرو ټاکنو پر مهال د ډيموکرات ګوند د سازمانونو او بنسټونو هک کول ښودل شوي دي.
ښاغلي ميکن وويل":موږ شديد اقدامات کولاى شو څو هغه کسان او مشخص سازمانونه چې د هک کولو په مسئله کې شامل دي، وپېژنو، په کار ده تر دې هم شديد اقدامات وکړو، دا د امريکا پر متحدو ايالتونو او زموږ د ډيموکراسۍ پر اساساتو حمله وه، که تاسې ټاکنې له منځه وړئ، په حقيقت کې تاسې ډيموکراسۍ له منځه وړئ."
د ٢٠١٤میلادي کال په مارچ مياشت کې چې کله روسيې د اوکراين کريميا ټاپووزمه په خپلې خاورې پورې وتړله او د اوکراين په ختيځ کې يې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ ته ادامه ورکړه، د امريکا کانګرس له دې کبله پر مسکو ځينې بنديزونه ولګول.
په عين حال کې د امريکا بل جمهوريپال سناتور ليندسي ګراهام وويل، چې کانګرس به راتلونکى ميلادي کال پر روسيې نور بنديزونه تصويب کړي.
نوموړي زیاته کړه: "موږ په ٢٠١٧میلادي کال کې په پام کې لرو، له اوسنيو بنديزونو هاخوا، نوي بنديزونه معرفي کړو، دغه بنديزونه به د انرژۍ او بانکدارۍ سکټور په نښه کوي، د روسيې د امنيت فډرال اداره او د روسيې پوځي استخبارات او د هغوى مشران هم به په نښه کوي، دغه راز د روسيې ولسمشر پوتين او هغه کسان به په نښه کوي چې شا و خوا ورباندې راټول دي."
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ له امريکا د ٣۵ روسي ډيپلوماتانو د وتلو امر وکړ، دغه راز يې په انټرنټي حملو کې د لاس لرلو له کبله د روسيې پر دوو استخباراتي ادارو ځينې بنديزونه ولګول.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يې په ځواب کې د جمعې په ورځ وويل، مسکو به له روسيې هېڅ امريکايي ډيپلومات اخراج نه کړي.
پوتين د امريکا پر حکومت تور ولګاوه چې غيرمسؤلانه ډيپلوماسي يې خپله کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې اوازې دي، د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي له مسکو سره د اړيکو ښه کولو لپاره له روسيې څخه بنديزونه ليرې کړي.