بغداد کې دوو چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

 
پرون د عراق په پلازمېنه بغداد کې په یوه له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې دوو بمي چاودنو لږ ترلږه ۲۸ کسان ووژل او له ۵۰ ډېر یې ټپیان کړل. دا چاودنې د سنک په سیمه کې شوې دي.
د عراق د کورنیو چارو وزیر رویټرز اژانس ته ویلي؛ چې یوه چاودنه ځانمرګی برید و او دویم یې د ځای پرځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي؛ یوه چاودنه د سړک غاړې ماین و چې د موټرو د پرزو پلورنځي نژدې چاودنه ورکړل شوې. ورپسې له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې یوه ځانمرګي په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.
اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ویلي؛ د دوی دوو غړو دا بریدونه کړی دي.
اورپکو په وار وار په بغداد کې بریدونه کړي او تر ډېره یې له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې په نښه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عراق ځواکونه ددغه هطواد په شمال کې په موصل کې په عملیاتو بوخت دي ترڅو دا ښار د داعش له اورپکو خلاص کړي.