
غوښتل مې چې له تا څخه مننه وکړم ، ته به هم وايې چی بيا څنګه ليونی شوی دی . خبره رانه بل خوا لاړه ، ستا له لټون څخه مننه کوم .
زه پوهيږم چې ته به هم د ليونتوب حالت ته نيږدې شوی وې، خو زه ډير لرې لاړ شوی يم زما هم باور نه راتلو چې زه به دومره لرې لاړ شوی وم ، په تخيل کې د هوا له پروازونو ، په عشق کې د جنون تر حالته ، پدې نيمګړي جهان کې له بې وفا ارمانونو څخه هم ډير لرې لاړ شوی يم .
له پخواني ژوند سره ډير فرق لري . د انتظار ټکی ته مې د پای نقطه ايښې ده ، خندا او ژړا دواړه راته يو قيمت لري ، له بيلتون څخه هيڅ کرکه نه کوم او د وصال هيڅ منندوی نه يم ، ګيله هم رانه له ياده وتې ده ته پوهيږی چې دا ولې؟
ځکه چې دا ژوند راته هسې يو بی معنی لوبه ښکاره شوه ، کمزوری او بې زړه نه يم چې ماتې دې ومنم خو فريب او دوکه زما دلاسه نه کيږی او حقيقت د دوی نه خوښيږی .
مګر ستا له لټون ځينې بيا هم مننه کوم .
هلمند پرديس
اوکراين ـ اديسه