دوی ښه سره جوړیږي

 
  د لته د ژوند ډېر ارزښتونه د پخوا په څېر نه دي، دلته هر څه بدلیږي رابدلیږي اوپه دغه لړۍ کې  انسانان هم شیبه په شیبه بدلیږي، دلته اوس نه څوک اخلاص ته ژمن دي او نه څوک ريښتینولۍ ته د تقدس د معیار په سترګه ګوري، دلته هر څه د دوه مخۍ او غولونې رنګ اخستی دی .
      د دوه مخۍ او غولنۍ په اوسني پېر کې وګړي د بریا رمز په همدې کې ویني، چې د نورو په خوښه باید وژاړي او هم د نورو په خوښه وخاندي، څومره یې چې توان وي مخامخ غوړه مالي او چاپلوسي وکړې خو د مخ کېدو نه وروسته باید هرو مرو په هغه چا پسې بد، رد ، سپکې او سپورې ووایي کوم چې څو شیبې وړاندې یې ستونی د هغه په ستایلو پړسولی وو.
     د ستایونکو او سپکو سپورو وینوکو ډلو تر څنګ بل اړخ هم شتون لري، دا بیا د ټولنې هغه ډله ده چې ژر بدلیدونکي وګړي د همدغې ډلې لپاره هم جاړي او هم خاندي.
    دغه دواړه جوړې په خپل منځ کې ښه سره جوړیږي، یواځې دا خلک ګرم نه دي، چې ځانونه شیبه په شیبه بدلوي، ځکه په ټولنې کې هغه  ډله چې دوی ورته اړتیا لري هغوی ته هم  داسې وګړي ښه ښکاري او غیږ ورته خلاصوي کوم چې  مخامخ یې ستاینه وکړي او د دې لپاره چې د سپکو سپورو مخه یې ورته نیولي وي بیا هم دېته اړ دي چې د شخصیت بدلیدونکو په ناروغۍ اخته کسان خپل غیږ ته نږدي کړي.
    زموږ د ننۍ ټولنې د حقیقي وضعیت بڼه همدغه ډول ده، داچې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د کړنلارې بنسټ ايښودنه مو د عوام غولونې پر بنسټ ايښودل شوې، نو دېته اړ دي  چې له خپله ځانه داسې کړۍ را تاو کړي، چې په ورځ کې څو رنګه بدل شي.
    زموږ په ټولنه کې ډېری اړیکې په همدغو ځانګړتیاوو ولاړې دي، د دغو اړیکو دواړه خواوې  دخپلو ګټو د ساتلو په موخه یو بل ته اړ دي چې د دغې چارې په کارولو سره خپلې ګټې خوندي وساتي.
    د دولتي ادارو د لوړ پوړو چارواکو او د دوی تر څنګ د راتاو شوو کړیو ګټې سره  شریکي دي، که دولتي چارواکي دغه وګړي خپلې سینې ته را نږدې کوي، نو تر څنګ یې د دوی له شر څخه هم ځان ژغورلی وي او مخامخ به یې د ستاینې پنډ هم ښه دروند شوی وي چې دغه چارواکي همدغه شی غواړي، بل لور ته د دغو ژر بدلیدونکو وګړو موخه هم دا وي چې څه ډول کولی شي له دولتي چارواکو څخه باج واخلي، دغه موخه بیا دولتي چارواکو ته په نږدې کېدو سره پوره کیږي، چې د خپل شخصیت په څو رنګه توب سره یې تر لاسه کوي.
    د دغو وګړو د ژوند د ټولو ارزښتونو رنګ بل ډول دی، دوی داسې انګیري چې باید دوه مخی او څو مخی و اوسې، تر څو وکولی شې د  نني سیاست په ډګر کې د بریالي لوبغاړي په توګه د ځان لپاره ځای پیدا کړې، دلته باید هر وخت ځان په کمه او ارزانه بیه وپلوري تر څو ډېر اخستونکي پيدا کړي .
    خو هېره دې نه وي، چې په همدې ټولنه کې د انساني وجود د پیدایښت له موخو سره  له روحي اړخه  برابر داسې وګړي هم شته، چې د بشري تمدن په ماڼۍ کې ټولې اړیکې  د داسې انساني لوړو معیاري اخلاقو په رڼا کې تنظیمول غواړي چې د انسانیت روح یې غوښتنه کوي.
   هغه چې د انساني وجود په ارزښت پوهیږي، نو د ژوند ټولو ارزښتونو ته په هغه ډول سره قایل وي چې د انسانیت غوښتنه ده، د لوړو اخلاقي ارزښتونو لپاره ژمن پاتې کېدل یې د ژوند اساسي برخه ګرځولې وي اود هر ډول کاذب او دروغجن شخصیت درلودونکو وګړو ته  له هغو عینکو څخه ګوري کوم چې د دوی د شخصیت غوښتنه ده .
    خو پوښتنه داسې را ولاړیږي، هغه کسان چې نړۍ ته په ریښتیني بڼه نشي کتلی، نو څه ډول به وکولی شي چې سپین له تورو نه جلا کړي ؟ نړۍ او وګړو ته په هغو سترګو وګوري کوم چې د انساني جوهر د غوښتنو اساسي او بنسټيز معیار په توګه پېژندل شوي دي ؟ 
لیکنه : نظیف الله نظیف