له ۲۰۱۶ کال مې زده کړل:


ـ له مور، پلار، خور او ورور نه بله خوږه اړیکه نشته.
ـ ښه والی او مهرباني مذهب هیواد سمت او ژبې پورې اړه نه لري، داسې عرب مسلمانان مې وپيژندل چې له کینو او نفرتونو ډک دي بې علته درسره ناوړه چلند، کبر او غرور کوي، داسې کافر هم پيژنم چې د ښه مسلمان اوصاف لري.
ـ سږکال مې زده کړل ځیني انسانان هيڅکله بدلون نه کوي، فطرت یې نه بدلیږي له دوی څخه د ښوو تمه حماقت دی.
ـ تمې لرل ځان ته زیان رسونه ده، څومره چې تمې ډیرې وې هومره خفګانونه ډېر وي؛ هڅه کوم له وګړو تمه ونه لرم.
ـ ځینې قانع کولی نه شې په هیڅ صورت حقیقت نه مني؛هر څومره چې ښه وکړې، وايي څه دې کړي دي؟
ـ زده مې کړل: په ژوند کې داسې ورځې هم راځي چې په انسان خپل وجود بوج شي.
ـ په احساساتو او غوسه کې شوې هره پریکړه ناوړه پایله لري.
ـ پام شوې مې دی: په بهر کې د افغانانو نسونه ماړه دي له بمونو او چاودونو خلاص دي خو ځیني له بدیېو او تا ویلي ما ویلي نه خلاصیږي، پنځه کورنۍ به وي؛ خو خپلو کې بد بينه او دښمن وي.
ـ ځیني د خپلو تېروتنو بار د نورو په اوږو اچوي شخصي ژوند به یې په خپلو ضدونو او بد ګومانیو خراب کړی وي؛ پر ځای د دې چې ځان اصلاح کړي په نورو پړه اچوي او پردي مقصر ګڼي.
ـ په دې هم پوه شوم، چې ورکو شویو توکو پسې د سړي زړه ډیر درد کوي؛ د مور د لاس نښې له ورکېدو څخه مې دوه کاله پوره شول خو هره ورځ ورپسې زوریږم.
ـ سږکال پوه شوم، چې کله ډیر نیږدې خپلوان دې په خفګان خوشحالیږي؛ په پرمختګ دې هم بخیلي کوي او خفه کیږي.
ـ زه باید قناعت زده کړم، پرون مې د نن ورځې ارمان کاوه؛ خو نن بیا پرون پسې خفه یم.
ـ هیواد او هیواد والو سره د هر وګړي مینه فطري وي که څومره لیرې وې هومره به ډیر د هیواد په حالت دردیږې.
ـ له ځینو سره کلونه تېر کړې، خو ځان ورته نشې ثابتولی؛ نه یې شې خپلولی.
ـ د بخښنې غوښتنه لويي ده، خو ځینې دې انسانیت تېروتنه ګڼي؛ نور له هر چا بخښنه نه غواړم.
ـ په هرې کورنۍ کې چې اتفاق وي؛ خوشحاليانې به وي.
ـ انسان کور سیمه او هېواد بدلولئ شي، خو خپل بخت نه، هر چیرته چې ځې، خوښي او غم به د سیوری په څېر درسره وي.
ـ په ډیرو مواردو کې زړه ته له زړه نه لار نه وي، کله دې منظور یو وي؛ خو هدف بل څه اخیستل کیږي، یو کس ته به ډیر خلوص او درناوی لرې؛ خو له انسانیت نه به دې بله مانا اخلي او برعکس مینه او ارزښت نه درکوي.
ـ سږ کال څو ـ څو وارې په خپل انسانیت پښېمانه شوې یم؛ خو فکر کوم چې انسانیت د هر انسان ښکلا ده، زما انسانیت ما پورې اړه لري او د نورو چلند د هغوی د شخصیت ښودنه کوي.
ـ ښه ملګري د ژوند پانګه ده، ښه او د مطلب ملګري هغه مهال پيژنئ چې میترونه لرې و اوسې، در نه د ښوو او بدو تمه ونه لري، خو په یاد یې وې، عزت او قدر درکړي دا نه چې له وخت سره دې هېره کړي.
زه ډیرو خورلڼو له وخت سره هېره کړې یم، خو ډیرو ته نوره هم ګرانه او ارزښتمنه شوې یم.
ـ سږکال مې پام شو د هرې نجلۍ ژوند له واده کولو سره منفي بدلون نه کوي؛ ځينې به زما په څېر نیکمرغه هم وي چې د ژوند ښه ملګری ولري؛ چې شخصي حریم ته یې درناوی وکړي، ملاتړ یې وي د ودې سبب یې وګرځي او دوستانه ژوند ورسره تېر کړي.
ـ د لوړو زدکړو لرل لوی نعمت دی او نه لرل يې نیمګړتیا ده؛ سږکال مې بیا له نویو هیلو سره زدکړې پيل کړې، هیله لرم پخیر یې پای ته ورسوم.
ـ د زړه سکون اسانتیاو پورې اړه نه لري، عبادت او تلاوت د زړه ارام دی.
درک کړې مې ده چې عمر ډېر ژر تېرېدونکی دی، یوازې ښې خاطرې، ښې ګڼې، انسانیت، زیار او حوصله پاتې کیږي، که نه هیلې خو له وخت سره بدلیږي؛ او د ژوند موخه هم مړینه ده.