کیم جونګ اون په پنځو کلونو کې د پوځ ۱۴۰ لوړپوړي چارواکي اعدام کړي

 
د شمالي کوریا ولسمشر د خپل حکومت په موده کې د ۳۴۰ کسانو د اعدام حکم امضا کړی دی. د جنوبي کوریا د ستراتيژۍ انستیتوت معلومات ښيي چې د شمالي کوریا ولسمشر د خپل حکومت په دوران کې د ۳۴۰ کسانو د اعدام حکم لاسلیک کړی، چې په دې ډله کې یې یوازې ۱۴۰ کسه د پوځ لوړپوړي چارواکي او د حاکم ګوند غړي دي. د جنوبي کوریا د دفاعي چارو څېړونکی بریوس بینیت وايي، کله چې کیم جونګ اون ولسمشرۍ ته ورسيد نو د خپل کار لومړنۍ ورځې یې په ظلم او وژنو پیل کړې. هغه په همدې بڼه خلک وګواښل او د ولس په ډارونه یې لاس پورې کړ. د څېړونکي په وینا اون په پنځو کالونو کې پنځه ددفاع وزیران بدل کړي په داسې حال کې چې پلار یې په ۱۷ کلونو کې ۳ وزیران بدل کړل. دده په وینا اون د خپل پوځ ډيری مشران ووژل او د خپل هېواد خلک یې په دې توګه ډار کړي دي.