امریکا د پاکستان لشکر طیبه ډله د ترهګرو په نوملړ کې شامله کړه

 
امریکا د پاکستاني سخت دريځې ډلې لشکر طيبه د زده‌کوونکو يوه څانګه د بهرنیو ترورېستانو ډلو په نوملړ کې شامله کړه.
لشکر طيبه د هندوستان پر ضد جګړه کوي او د پاکستان له استخباراتي ادارو سره پخوانۍ اړيکې لري.
پر دغې ډلې تور دی چې ګڼ بریدونه يې پلان کړي چې په‌ کې د ۲۰۰۸ میلادي کال د ممبۍ حملې هم شاملې دي چې په‌کې ۱۶۶ کسان ووژل شول.
د لشکر طيبه د زده ‌کوونکو د څانګې المحمديه پر ضد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام په داسې حال کې دی چې د امریکا ماليې وزارت د لشکر طيبه د دوو مشرانو نومونه د نړیوالو ترورېستانو په لېست کې شامل کړل.
له دې سره پر دغو کسانو بنديز دی چې امریکايان ورسره تجارت نه ‌شي کولای.
د پاکستان حکومت پر لشکر طيبه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې بنديز ولګاوه، خو د امریکايي چارواکو په وينا دغې ډلې تر نورو نومونو لاندې خپل فعاليت جاري ساتلی او د دوی مشران اوس هم علني لاريونونه او مرکې کوي.
د امریکا د ماليې وزارت په لاهور کې د لشکر طيبه مشر محمود سرور او په کراچۍ کې د دې ډلې مشر شاهد محمود نومونه د نړیوالو ترورېستانو په لېست کې شامل کړل.