غزل

دا سپوږمې راښکته شوې د اسمان
شو پوره مې د عمــــرونو دا ارمـــان
دا پري دکوه قاف راغلــــه ناڅــــاپه
په لباس کې د انسان شوله پنهــان
ښاپېرۍ مې د خوبونو خوا له راغله
دبڼو پـــه غشــــو ېې ووېشتم ېو شان
له کوم لورې دغه زېرې په ما وشوه
مرور جانان مــــې بېا شــــوه مهربان
چې رڼا ېې شوه د مخه نه راپورته
ټول جهان ېې کړ دېوې مخې روښان
بې مثاله مــې جانان دې اې عالمــه
د پاک رب له لورې وشـــه دا احسان
چــې صفت کـــې هر څـومره وستاېمه
دومره کم دې کوم ورکړې چې سبحان
اې زمـــا د ژوندانه د ژوند ملـــوکـــې
کړه په ېو نظر مـــې ځانــــه سره ځان
اې ملکـــې د اسمان دا راتـــه واېه
څنګـــه ځان کړمه له تانه نن قــربان
خپل جانان به زه په خپله مېنه پالم
دې و ماتـــه ډېر عالي او قدر دان
سر بــــه ورکــــړم نظرانـــه د ېار لپاره
دا خپل ځان به ترې کړم زر ځله قربان
د خپل ېار نه به خپل ځان کړمه لوګی
ځکه ماته مې جانان دی خپل ډېر ګران
چې دا راغله دخــپل ځانه خبر نشوم
نشته بل نشته مثال ېې پـــــه جهان
خداېه ستا د مرحمت شکر ګذار ېم
چۍ دې راوستلو غېږې له جانان
نه مړېږې روفي دې په لېکلو د صفت
الفاظ نشته ورسره دی ډېر حـــيران
 مطيع الله رؤفي