مريخ ته د انسانانو ورتګ او دژوندپيل

د ستورو پيژندنې انستيتوت غواړي چې د ۲۰۰۷ كال په پاى ژمي كې مريخ ته د انسانانو د ليږدولو كار پيل كړى .
دغه نړيواله تجربه مريخ - ۵۰۰ نوميږى ، ټاكل شوې ده چې ددې كار د عملي كيدو لپاره به د ټولې نړۍ هېوادونو وگړو ته چې غواړي په دغه كار كې برخه واخلي بلنه وركړل شي ، كسان به غوره كېږى او وروسته به مريخ ستورى ته ليږودول كيږي .
سره ددې چې ددې كار پيلته ډېر وخت پاتې دى ، د مختلفو هېوادونونه تر يوسلو شلو تنو زياتو كسانو د ورتك هېله ښودلې او خپل غوښتنليكونه يې نوموړې ادارې ته ورليږلي دي.
لمړى به د كومو كسانو چې بايد مريخ ستورى ته وليږدول شي صحي معاينات كيږي او تر هغې وروسته د ټاكل شوې پلاوي تر سلا وروسته مريخ ستوري ته وليږودول شي .
ددې ادارى مشر د طبى علوموډاكتر بوريس ويلاديميرويچ موركوف ټاكل شوى دى ، او ددې تجربى د بريالتوب او كنترول لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو استازى او كارپوهان هم برخه اخلي ترڅو په مريخ كې د انسانانو د ژوند دپيل لپاره لاره پرانيځي .
كه چيرته دغه كار په عمل كې بشپړ او بريالى شي نو دا به په نړىواله كچه يو ستر بدلون وي او مريخ به تر ځمكې وروسته دوهمه سياره وي چې هلته به د انسانانو ژوند پيل شي ، او داچې دغه كار څه وخت او څرنګه ترسره كيږي وروسته به ډاګه شي .