سربیا کې په ترافیکي پېښه کې ۳ افغان پناه غوښتونکي وژل شوي

 
په سربیا کې درې افغان پناه غوښتونکي په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.
دا پېښه وړمه ورځ د سربیا په جنوب کې شوې او یوولس نور افغانان پکې ټپیان شوي هم دي.
په سربیا کې د دغې ترافیکي پېښي سره دوه تنه افغانان سمدستي مړه شول، خو یو بل افغان چې د چارواکو په خبره ماشوم وو، وروسته په روغتون کې مړ شو.
د سربیا د کورنیو چارو وزارت وایي، دا پېښه په نیس ښار کې چې د بلګراد په ۲۰۰ کېلو مترۍ کې موقعیت لري، شوې ده.
دغه وزارت وایي، موټر چلوونکی احتمالاً د انسان د قاچاق یوې ډلې غړی وو چې له سیمې څخه تښتېدلی دی.
له ټپي شویو افغانانو څخه یوه تن یې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د پېښي اصلي لامل د موټر چلوونکي بې اعتنایي او له پولیسو څخه وېره وه.
دغه پناه غوښتونکی چې نوم یې نه دی ښودل شوی په ماته انګلسي ژبه وایي چې د موټر چلوونکي سګرټ څکول او پرله پسې یې پر ټلیفون خبرې کولې.
نوموړي زیاته کړه: "وروره لطفاً کرار! موټرچلوونکي له پولیس سره ستونزه درلوده، د موټر سرعت ډېر وو، چلوونکي همزمانه په ټلیفون کې خبرې کولې او سګرت یې څکول، د موټر چلولو پر وخت سګرټ څکول او په ټلیفون کې خبرې ستونزې جوړوي."
ظاهراً پېښه هغه مهال شوې چې موټر له سړک څخه منحرف شوی او له یوه خنډ سره لګېدلی دی.
د نیس ښار د سیمه ییز روغتون مشر زوران رادووانوویچ وایي، ډاکټران اړ شوه د یوې مېرمنې چې په دې پېښه کې ټپي شوې وه، دواړي پښي پرې کړي.
له هڅو سره سره ونه توانېدلو د دغو افغان پناه غوښتونکو د برخلیک په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړو.
صربستان تېر کال اروپا ته د منځني ختیځ او یو شمېر نورو اسیایي هېوادونو د پناه غوښتوکو یوه تر ټولو عمده قاچاقي لار وه، خو دا لار د روان کال په مارچ کې وتړل شوه.
له دې سره سره د صربستان چارواکي اټکل کوي چې نږدې ۱۱۰ زره نور پناه غوښتونکي په غیر قانوني ډول د صربستان او هنګري ترمنځ پولې اوښتي او د اروپایي هېوادونو په لور تللي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان وایي، لا هم د صربستان په کمپونو کې شا اوخوا اووه زره پناه غوښتونکي ژوند کوي چې ډېری یې افغانان دي.