د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ويبپاڼه هیکرانو هیک کړي

 
له تیرې ورځې راهیسې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویبپاڼه هیک شوی، او ډول ډول پیغامونه په کې خپریږې او تر اوسه معلومه نه ده، چي د چا لخوا هیک شوی دي.
پاکستانۍ رسنۍ د پاکستان ټاکنو کمیسیون له قوله وایي، چي د ټاکنو کمیسیون ویبپاڼه د هند هیکرانو له خوا هیک شوی او د هند پیغامونه په کې نشریږې چي په هند پورې تړاو لري.