په داسې مهال، چې د بارک اوباما په مشرۍ د دموکرات ګوند واکمنۍ د ختميدولو لپاره څو ورځې پاتې دي، د روسيې پر ضد يې خپل ټاکل شوي سیاست ته دوام ورکړی، او د ۳۵ تنو روسي ديپلوماتانو د ويستلو خبر یې ورکړی.
امريکايي ورځپاڼې نيویارک ټايمز ليکلي، چې اخراج شوي ديپلوماتان په حقيقت کې د روسيې د څارګرې ادارې کارکوونکي وو.
رويټرز د يو لوړ پوړي چارواکي له قوله ليکلي، چې په نيویارک او مريلند کې يې د روسانو دوه مرکزنو په دې تور تړلي، چې له هغه ځايه د جاسوسۍ فعالیتونه تر سره کيدل.
یاد چارواکي زياته کړې، چې د نن جمعې ورځې له غرمې وروسته به روسي ديپلوماتانو ته اجازه ورنکړل شي، چې دغه مرکز ته ننوځي.
د ده په وينا، دغه پرېکړه د روسيې د هغې کړنې په غبرګون کې هم شوې، چې په روسيه کې امريکايي ديپلوماتانو ته مزاحمت جوړيږي.
اوباما روسيه په دې هم تورنه کړې، چې د جمهوري رياست په ټاکنو کې د روسیې سايبري مداخلو په مرسته، په پايلو کې بدلون راوستل شوی دی.