د غاښونو نوی امپلانټ، چې په خپله په هډوکو کې وده کوي

د غاښونو د امپلانټ ځای پرځای کول، که څه هم په مناسبه توګه ښه پرمختللې پروسه ده، خو لا هم بشپړه شوې نه ده او ډېرې نیمګړتیاوې لري. د دې کړنالرې تر ټولو عامه ستونزه او اختلاط د خولې د جوف انتان دی.
په هسپانیه کې د باسک نومي پوهنتون پاوهانو یو ډلې د بئاتریس پولا(Beatrice Polla) په مشرۍ وکولای شول، چې د امپلانټ لپاره داسې یو نوی پوښ جوړ کړي، چې نه یوازې د بکترياوو د کنټرول او ضد خواص به لري، بلکې مصنوعي غاښ(dental prosthesis) ته په شاوخوا کې د هډوکو د جوړيدو او ودې ورکولو ځانګړتیاوې به هم په خپل ځان کې لري.
بئاتریس زیاتوي، چې اوسمهال د نوموړي پوښ درې نمونې جوړې شوي دي او له دې جملې نه هغه شرکت، له چا سره چې د نوښت او احتراع ټول حقوق خوندي دي له خوا یوې بېلګې تصديق تر لاسه کړی دی، چې ډېر ژر به بازار ته راووځي.
د احصائیو له مخې، لږ تر لږه لس سلنه هغه امپلانټونه، چې نصب شوي دي د دوو مهمو علتونو: انتان او د امپلانټ شاوخوا هډوکو د جوړيدو د بهير ستونزو له کبله د لیرې کولو او ایستلو سبب ګرځي، خو دغه نوی امپلانټ به ټولې دغه ستونزې له منځه یوسي.
 

په عکس کې امپلانټ ته د نوي پوښ ورکولو شیبه.