د پاکستاني طالبانو  وياند مسلم خان ته د مرگ سزا د ورکړې پريکړه شوې


د پاکستان پوځ په يوې اعلاميې کې څرگنده کړې، چې ٨ وسله والو ته يې مرگ او ٣ ته يې د عمري بند سزا ورکړې پريکړه کړې، چې يو په کې د پاکستان د طالبانو د غورځنگ وياند مسلم خان دى، چې د اعدام پرېکړه یې شوې.
نوموړى د پوځ پرسرتيرو او پر ملکي وگړو په بريدونو تورن دى.